کابل مکروریانو کې اور لګېدنه

روهي (نۍ/۱۸ د غوايي)، د کابل ښار د څلورم مکروریانو په یوه پلورنځي کې اور لګېدنه شوې ده. د پېښې شاهدان وايي چې دغه اور لګېدنه نن (شنبې ) له غرمې وروسته درې بجې پیل شوه او د پراختیا په حال کې ده.
 
هغه ویډیوګانې چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، لیدل کېږي چې خلک د پورنځي په شاوخوا کې له هټيو څخه د مالونو د ویستلو په حال کې دي. خو د اطفایې کوم څرک نه لګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کابل په شمالي دروازه کې د تېلو ټانکرونو اور واخیست او وسوځېدل.