په جرمني کې د افغانستان د جګړې پرضد د پراخو لاريونونو تياری نيول کيږي

جرمني د راتلونکې اوونۍ په پای کې د افغانستان د جګړې پر ضد د پراخو لاريونو تياری نيسي. ټاکل شوې چې د جنوري په 28 نېټه د جرمني پارلمان په افغانستان کې د يو بل کال لپاره د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره رايه ورکړي. د جرمني يو شمېر سوله غوښتونکو او فاشيزم ضد ډلو پر خلکو غږ کړی چې د جګړې پر ضد لاريونونو کې برخه واخلي. تمه کيږي چې د جرمني په يو شمېر مهمو ښارونو لکه برلين، هامبورګ، کولن، شتوتګارت، دويسبورګ، اېسن او بن کې د افغانستان جګړې پر ضد لاريونونه وشي.