وروستيو کې د عربستان او پاکستان اړيکې کړکېچنې شوې دي؛ نن عمران خان په درې ورځني سفر ورغلی چې اړیکې بيا سره د ملګرتيا کړي


روهي (جمعه/۱۷ د غوايي), د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له يو لوړپوړي پلاوي سره سعودي عربستان ته تللی. د عمران خان دغه سفر د وليعهد محمد بن سلمان په رسمي بلنه تر سره شوی. 
 
د الجزيرې انګلېسي څانګې د راپور پر بنسټ په دې وروستيو کې د سعودي عربستان او پاکستان اړيکې سره يو څه کړکيچنې شوې او عمران خان به په دې سفر کې هڅه وکړي چې رامنځته شوي خنډونه له منځه يوسي. 
 
سعودي عربستان او پاکستان د تاريخ په اوږدو کې دوه همکاره او نیږدې هېوادونه سره پاتې شوي دي‌. په عربي نړۍ کې پاکستان د سعودي عربستان پراخه او اوږد ملاتړ څخه برخمن دی. 
 
عمران خان سره په دې سفر کې د پوځ مشر جنرال باجوه هم تللی او په يوې جلا لېدنه کې يې له وليعهد محمد بن سلمان سره کتلي. 
 
پاکستان له خپل جوړښت بيا تر نن له امريکا او انګلستان سره نیږدې پالي خو څرګندې سياسي، اقتصادي، پوځي او سوداګریزې اړیکې يي له چين او سعودي عربستان سره دي.