روهي (جمعه/۱۷ د غوايي)، هندوستان کې د کرونا ویروس د مرګوني څپو سره هم مهاله، اوس د هند په ګاونډ کې نيپال هېواد د کرونا ويروس له سختې وبا سره مخ شوی دی.
نيپال کې روغتياپالانو نن جمعه رسنیو ته ويلي دي چې د زرګونه مثبتو پېښو په ثبت سره روغتونونو کې د ناروغانو د بستر وړتیا نشته او همدا ډول روغتونونه د طبي يا مصنوعي اکسیجن له کمښت سره مخ دي چې له امله به يې د مړينې شمیرې لوړې شي.
تېره ورځ نيپال کې د کرونا ويروس نهه زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال چې تېره مياشت په ورځني ډول نيپال کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر يوازې د سلو او دريو سوه ترمنځ وو.
په تېرو دوه ورځو کې نیپال کې د کرونا ويروس له امله ۱۱۲ کسان مړه شوي دي. نيپالي چاروکي او روغتيا پالان دغه وضیعت اندېښمن کړي دي او د يو ستر انساني ناورين له پېښېدو ويره لري.
د شنونکو په اند، نيپال چې نوی صنعتي شوی هېواد دی، د هندوستان په پرتله يې دولت کمزوری او خلک يي غريبان دي، که چیرې په لومړيو کې کرونا ويروس په دغه هېواد کې مهار نه شي، نو نیپال به په خپل تاریخ کې ستره انساني وبا تجربه کړي.
وروستي