افغانستان کې د بشري ضد جرمونو په اړه ورته وايي؛ د اتمر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی هاک ته تللی


روهي (جمعه/۱۷ د غوايي)، عدليې وزير فضل احمد معنوي، د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارسمبال او يو شمېر نور لوړپوړي قضايي او عدليي ادارو چارواکي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر په مشرۍ هاک ته تللي دي. 
 
د اتمر په مشرۍ دغه افغان پلاوی به د هالنډ هېواد هاګ ښار کې له مسوولينو سره وګوري او هلته به د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوالانو سره په افغانستان کې د بشر ضد جرمونو د څېړلو په اړه خبرې کوي.
 
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د جرمونو نړیوالې محکمې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بشر ضد او جنګي جرمونو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي او غواړي په دې اړه علمي او مخامخ څېړنې پیل کړي.
 
د جرمونو نړيواله محکمه چې د نړۍ په کچه بشري ضد کړنې څیړي، افغانستان يې په ۲۰۰۳ کال کې غړی هېواد شو.