زابل کې د نعمت روان د جنازې مراسم


دا په زابل ولایت کې د طلوع نيوز پخواني خبريال او د ماليې وزارت د رسنيو امر نعمت روان د جنازې مراسم دي. دی له کابله کندهار ته تللی وو، هلته ووژل شو او اصلي ټاټوبی يي زابل ولايت دی. 
نعمت روان تېره ورځ کندهار ولايت کې ووژل شو. نوموړي نېږدې یوه مياشت وړاندې په رسنيو کې دنده خوشي او د ماليې وزارت د مطبوعاتو امر ټاکل شوی وو. 
 
د حکومت د رسنیو دفتر مشر دوا خان مينه پال چې د نعمت روان د کاکا زوی دی لېکلی وو، چې نوموړی د خپلو تحصيلي سندونو په پار کندهار ته تللی وو چې ترور شو. 
 
بيا ځينو نورو سرچینو ويلي دي چې دی د ماليې وزارت لوري په کندهار کې د سپين بولدک ګمرک ارزونې په پار لېږل شوی وو. طالبانو د نعمت روان په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي. 
 
د ولسمشر غني په شمول، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، کابل کې د امریکا سفارت او نورو ګڼو سیاسي مشرانو او همدا ډول پر ټولنیزو خلک د نعمت روان پر وژنې خواشیني ښوولې او بريد يي غندلی دی.