ډونلډ ټرمپ د ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو لخوا د منع کیدو وروسته د کمیونېکشنزپه نوم خپل ټولنیز میډیا پلیټ فارم معرفي کړ..
دغه ویب پلیټ فارم، چې د کمیونېکشنز په نوم یادیږي، ویل کیږي چې د پخواني ولسمشر ډونالنډ ټرمپ پېغامونه به ورڅخه خپرېږي.
خلک به په دې پلېټ فارم کې د دې وړتیا ولري چې د بریښنالیک او تلیفون شمیرو په مرسته د پوسټ خبرتیاو لپاره شراکت وکړي او د نورو خلکو شیان خوښ کړي.
د دغه پلېټ فارم استعمالونکي به وکولی شي د ډونالډ ټرمپ پوسټونه په فیسبوک او ټویټر کې شریک کړي.
د ټویټر څخه د شریکولو اختیار دا مهال پدې پلیټ فارم کې کار نه کوي مګر فېسبوک یقینا دا اسانتیا چمتو کړې. ډونلډ ټرمپ به ورو ورو وکولی شي د خپلو ملاتړ کونکو سره مستقیم تماس ونیسي، مګر دا روښانه نده چې دا به څنګه او څومره وخت کې امکان ولري.
پلیټ فارم وروسته له هغه پیل شو چې د متحده آیالاتو د پخواني ولسمشر حسابونه په فېسبوک او د هغه په ملکیت نورو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو باندې بندیز ولګول شو.
وروستي