په بلوچستان کې د ناټو پر ټانکرونو بريد شوی

د جمعې په ورځ په بلوچستان کې يو شمېر موټر سايکل سپرو په دريو جلا پېښو کې د ناټو دتېلو پر ټانکرونو بريدونه وکړل ، چې له امله يې درې ټانکرونه او يوه اکمالاتي لارۍ له منځه يوړل شول. په دغو بريدونو کې يو چلوونکی ووژل شو او يو لاروی ټپي شو. تېره اونۍ هم په بلوچستان کې د ناټو پر لسو ټانکرونو بريد شوی و.