احمد مسعود: که زه کابل کې غونډه کوم نو اړتيا نه لرم چې له چا اجازه واخلم

روهي (درې نۍ/۱۵ د غوايي)، د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود نن کابل کې د مجاهدينو د بريا يا غوايي اتمې مراسم نېولي وو او پر حکومت يې نیوکې کړې دي. 
 
احمد مسعود د خپلو خبرو په يوې برخې کې ویلي دي چې که زه کابل کې غونډه کوم نو اړتيا نه لرم چې له چا اجازه واخلم. 
 
نوموړي دغه خبرې د حکومت د هغه پرېکړې په غبرګون کې کړي چې د غوايي په اتمه يې دوی ته اجازه ورنه کړه چې د غوايي اتمې يا د مجاهدینو د بریا ورځې کلیزه د مشرانو جرګې په تالار کې ولمانځي. 
 
احمد مسعود دا هم ويلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره هېڅ لوري ته د جګړې کولو بهانه نه پاتې کيږي او جګړه باید ودرول شي.