رسنیو ته د طالبانو خبرداری او د ملي عمومي رئيس نيوکه او ګوتڅنډنه

روهي (درې نۍ/۱۵ د غوايي)، طالب وياند ذبيح پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې يو شمېر رسنۍ د حکومت په پلوي خبرونه خپاروي او خپله بې پرې توب يې په کې د پښو لاندې کړی. 
 
نوموړی خبرداری ورکړی دی چې که چېرې يادې رسنۍ له دغه ډول خبرونو او راپورونو نشر ته ادامه ورکړي او خپلې بې پرې توب په پام کې ونه نیسي، راتلونکی مسووليت به د رسنيو په غاړه وي.
 
له بلې خوا بيا د ملي امنیت رئیس احمد ضياء سراج پر يو شمېر رسنيو او ځانګړي ډول تلويزيونونو نيوکې کړې دي چې داسې نشرات کې چې په لويه کې د طالبانو په ګټه دي‌. 
 
سراج ويلي چې د بيان ازادۍ له نوم څخه په ګټې، د ځينو رسنيو له خوا د طالبانو په ګټه نشرات، د بيان له ازادۍ ناوړه ګټه اخیستنه ده او د زغم وړ هم نه ده.