بن لادن د فرانسوي يرغملو د خلاصون لپاره له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو دوتلو شرط کېښود

دالقاعده مشر اسامه بن لادن په خپل نوي غږيز پيغام کې ويلي، چې که فرانسه غواړي په نايجريا کې يې پنځه تنه يرغمل خوشې شي بايد له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. ده ګواښ وکړ، چې که چېرې نيکولای سارکوزي له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو له وتلو سره مخالفت وکړي ،نو دا به د فرانسوي يرغملو د وژلو په مانا وي. بن لادن ويلي، چې دوی به سارکوزي ته په دې اړه د فکر کولو وخت ورکړي.