د سروضې امنیه قومندان په يوې چاودنې کې ووژل شو

روهی (درې نۍ/۱۵ د غوايي)، د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
 
د پکتيکا د پوليسو  وياند شاه محمد آرين  رسنیو ته ویلي دي چې د سروضې ولسوالۍ امینه قوماندان څارمن جمعه شاه تېره شپه شاوخوا دوې بجې تر بريد لاندې امنيتي پوستو ته د مرستې لپاره روان و،‌ موټر يې له بمي بريد سره مخ شوی دی.
 
آرين وويل چې په دغه بمي بريد کې په خپله امنيه قوماندان جمعه شاه وژل شوی او درې ساتونکي يې ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوی دی.