د بیا اشغال هڅه او د هغه شنډول

اوسنیو شرایطو ته په کتو سره اړینه ده چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني بیړنی پوځي اعلان او پوځي انقلابی شورا رامنځته کړي.
 
پوځي انقلابي شورا به د هیواد امنیتي او دفاعي حالت ، سیاسي او اداري کړنې ، نړیوالو او په ځانګړي توګه د  پنجابستان ( پاکستان) او تهران ( ایران ) سره دوه اړخیزې اړیکي تر کنترول لاندې ولري.
 
په پورتني اقدام سره به وسله وال پوځونه په خلاص مټ سره وکولی شي د راتلونکي احتمالي بحران او د پنجاپ او تهران د پټ اشغال د پاره د هڅو مخه ونیسي.
 
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو اوس مهال دا توانمندي لري چې د هیواد ملي ګټو ساتنه وکړي بهرني تیری دفع او هر ډول توطیې شنډې کړي.
 
د هلمند او غزني پوځی عملیاتو ثابته کړه چې د افغانستان امنیتی او دفاعي ځواکونه د لوړ جګړه ایز قابلیت لرونکي دي . په دې عملیاتو کې چې هلمند د ایراني پراختیا غوښتونکو او غزني د پنجاپی پوځ موخه و، دواړو سخته ماته وخوړه چې خلکو ته یې په ننګرهار کې د ډاکټر نجیب الله د واکمني په مهال د پنجاپی پوځ ماتي وریاده کړه.
 
نوموړو پوځي عملیاتو د پنجاپی پوځ او د ایراني پوځ هغه فکرونه ، چې ګویا کولی شي افغانستان ددوی له خوا سقوط وکړي غلط ثابت کړل . ددې عملیاتو په ډاګه شول چې پنجاپی او ایراني پوځ تر منځ په دې باره کې له مخکې همغږي رامنځته شوي وه.  ښايی د دوی دا پلان و ، چې لویدیز افغانستان به ایران او مرکزی افغانستان به پنجاپ ته سپارل کیږي.
 
په هلمند کې په زرګونو مختلف النوعه سپکه او درنده وسله د افغانستان د پوځ له خوا اشغال شوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغو عکسونه خپاره شوي دي.
 
په دې رسنیو کې  په غزني او هلمند کې زیات شمیر پنجاپی پوځ افسران او عسکر وژل شوو راپورونه ورکړل شوي دی. باید ووایو چې د پنجاپ  او تهران د پاره دا ماتي د زغم څخه وتلي ده او ښايي په خپلو جګړه ایزو فعالیتونو باندې د سره کتنه وکړي. او تازه دمه پنجاپی عسکر هیواد ته دننه کړي.
 
په ټول افغانستان کې د وسله وال پوځ فعالیتونو په ډاګه کړه چې دوی دا توان لري چې افغانستان ته د سترې تراژیدۍ څخه نجات ورکړي.
 
دې عملیاتو افغانستان خلکو ته مورال ورکړ چې پنجاپ او تهران به هیڅکله د افغانستان د ګډ اشغال پلان عملی نکړی شي او نه به دا هیواد یو ځل بیا د اور په لمبو کې وسوځي.
 
پنجاپیان او ایرانیان په دې ګومان چې اوسني شرایط د افغانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو او د ډاکټر نجیب الله د استعفا وروسته حالاتو ته ورته دي  او ګومان کوي چې دوی به تر هغه ډیر زړه بوګنونکی حالات رامنځته شي.
 
افغان دښمنه دولتونه (ایران، پنجاپستان) هر یو د بهرنیو پوځونو د وتلو وروسته شرایطو د پاره خپل پروګرام لري. د دوی په پروګرامونه کې ښايي دا ټکي شامل وي:
لومړی: د افغانستان بشپړ ښکاره او یا پټ اشغال
دوهم : د افغانستان په خپلو منځونو کې ویشل.
دریم: د افغانستان داخلي جګړه او د ټولو بنسټونو بشپړه توګه له منځه وړل
ایران او پنجاپستان دواړه په دې پوهیږي چې ودان ، متحد او ځواکمن افغانستان د دوی د استعماري ګټو سره سمون نه خوري . له دې امله هغوی هیڅکله دې ته تیار ندي چې په افغانستان کې سوله ، امنیت او ثبات رامنځته شي. د افغانستان د جګړې اصلي خواوې د افغانستان خلک او مقابل لوری یې پنجاپستان او ایراني پراختیا غوښتونکي دي.
 
دا دواړه هیوادونه د نړیوال تروریزم تولیدونکي او صادرونکي دي. دوی هڅه کوي چې خپلو پراختیا او لوړتیا غوښتونکو موخو ته د تروریستي ډلو په روزلو او صادرولو سره ورسیږي.
 
همدا خبره ده چې  امریکايی او لویدیزو هیوادونو په وتلو سره د افغانستان په ضد د پنجاپستان تروریستي – استعماري ادارې او ایراني لوړتیا غوښتونکي ادارې څلویښت کلنه جګړه پای ته نه رسیږي بلکې د پخوا څخه به دا جګړه زیاته خونړي او ورانونکي شي.
 
پنجاپي استعماري – تروریستی اداره او ایراني پراختیا غوښتونکي اداره دواړه هڅې کوي چې په افغانستان کې د یوې پراخې ګډوډی د پاره زمینه برابره او بلاخره دا هیواد د تباهی سره مخامخ کړي.
 
ایا د افغانستان خلک ددې جوګه ندي چې د خاورې د تمامیت ، ملي حاکمیت او خپلواکي څخه ساتنه وکړي؟
 
 ایا خلک به ونه کولی شي اوسنی محتمله بحران مهار او د افغانستان د دښمنانو توطیې شنډې کړي؟
 
باید ووایو چې د افغانستان پوځ وروستيو عملیاتو په ډاګه کړه چې د افغانستان دخپلواکي او ملي حاکمیت ساتنه وکړي او هم هغه بحران چې د پنجاپ او تهران له خوا ورته لمن وهل کیږي مهار کړي.
 
ډیر امکان لري چې د امریکايی پوځونو په وتلو سره پنجاپی او ایراني پوځونه  د ډیورینډ د منحوسې کرښې څخه راتیر شي. په دې ډول سره د افغانستان د مقاومت په ماتولو سره خپلې وفادارې کړۍ واک ته ورسوي.
 
کیدای شي پنجاپي پوځونه خوست ، ننګرهار او یا کندهار ته ننوزي او په دې ډول سره یو ځل د ډاکټر نجیب الله د حکومت د مهال د (په ننګرهار ولایت د پنجاپستان په پیښور کې ځای په ځای شوي قل اردو ننوتلو) او یا ایران به په  هرات او یا کوم لویدیز ولایت د برید تجربه تکرار کړي.
 
لدې امله د افغانستان پوځ باید د ورته تیریو چې په لویدیزو ، جنوبي او جنوبي ختیزو ولایتونو باندې د پنجاپ او ایران له خوا ممکن پوځي بریدونو  د ځپلو د پاره بشپړه تیاري ولري.
 
د افغانستان د موجوده حالت په نظر کې نیولو سره، پنجاپي استعماري اداره او د تهران پراختیا غوښتونکي اداره  په دې هڅه کې دي چې د افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو په وتلو سره  دا  تشه ډکه  کړي. ښايی په دې هکله د لویدیز او ددوی تر منځ کوم جوړ جاړی هم را منځته شوی وي.
 
د فوق العاده پوځي حالت اعلام به ددې سبب شي چې د پنجاپ او تهران تیري او  توطیې شنډې او په وسله وال پوځ باندې به د خلکو باور نور هم زیات شي. په دې ډول به افغانستان ته د کورنۍ جګړو په لور د تګ څخه نجات ورکړل شي.
 
د افغانستان پوځ باید د ډیورینډ د کرښې ها خوا د پنجاپی پوځ او د ایراني پوځ  حرکات وڅاري او د په هر ډول جامو کې د هغوې مداخله او تیرۍ وځپي. د افغانستان پوځ باید نه یوازې د هیواد په داخل کې عملیات وکړي بلکې دا عملیات په ټولو هغه ځالو باندې هم تر سره کړي چیرې چې د افغانستان په ضد هلته پروګرامونه جوړیږي.  
 
د افغانستان اولسمسر باید د هیواد خلکو ، امنیتی او دفاعي ځواکونو ته د افغانستان دښمنان په ریښتیني توګه جوت او تعریف کړي تر څه دوی په ډاډه زړونو سره وکولی شي خپلې ورسپارل شوي دندې تر سره کړي.
 
د امریکا د اولسمشر جورج بایډن له خوا د امریکايی پوځونو د وتلو په اعلان سره ، ځینو غرضي کسانو ویل چې هیواد به د سترې ګډوډۍ سره مخامخ شي نو هڅه یې کوله چې د خلکو روحیه د ناوړو پیښو د راتلو له امله ګډوډه کړي خو داسې ونشول. خلک په دې پوه دي چې د ګډوډۍ د راتګ احتمالات ډیر کم دي خو بیا هم د افغانستان بهرني دښمنان هڅه کوي چې شرایط ګډوډ کړي.
 
پنجاپی استعماری – تروریستي اداره او ایراني پراختیا غوښتونکي اوس په دې ډاډه شوي چې د قطر او استانبول څخه څه نشي تر لاسه کولی، نو ځکه دوی اوس په دوهم اپشن باندې کار کوي. هغه په ګډه پراخ جنګي عملیات.
 
اوس مهال د پنجاپی پوځ تر کنترول لاندې اداره هڅه کوي چې  په خپلو سوله دوسته تیر ایستونکو خبرو سره نړیوال قانع کړي چې دوی په افغانستان کې د سولې راتګ ته لیوال دي. د افغانستان  په وړاندې د پنجاپ پالیسی د پښتنو په عامیانه متل باندې ولاړه ده: کارغه غ و ل خوري خو وزر جګ نیسي. یعنې په دې مانا چې پنجاپي استعماري – تروریستي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې په خپلو پوځ مداخلو او تیریو باندې منکر شي او پوښ پرې واچوي.
 
 پنجاپي استعماري او تروریستي  هڅه کوي چې د افغانستان کې د امریکایی پوځیانو په وتلو سره یو پراخ برید تر سره کړي. ددې برید د پاره یو شمیر لویدیز مقامات هم اشارې کوي او دا په ډاګه کوي چې ګویا افغانستان به د ماتي سره مخامخ شي. په دې ډول سره دوی هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو مورال کمزوری کړي  او خپله بریا ته د رسیدو لاره اسانه کړي.
 
دا بریدونه لومړی په  کندهار ، خوست ، بدخشان او وروسته په هلمند او غزني کې مخته بوتلل شول. خو دې بریدونو په ډاګه کړه چې  پنجاپ او تهران به ونه کولی شي د وسلو په استعمال سره خپلو ناوړو موخو ته ونه رسیږي.
 
پنجاپی استعماري اداره هڅه کوي چې د ثبات او امنیت د خرابی له پاره د پخوانیو مزدورو کړیو او فسادو کسانو څخه په استفادې سره خپلو جنایتکارانه عملونو د پاره لاره اواره کړي.
 
خو بیا هم پنجاپ هڅه کوي چې د امریکايی پوځیانو په وتلوسره ، د دوی په ګومان دا تشه باید دوی ډکه کړي. لاکن د شرایطو څخه  داسې ښکاري چې د امریکایی او بهرنیو پوځیانو ځای اوس د کابل د ادارې پوځ نیولی دی او دا پوځ د خپلو فعالیتونو په ترځ کې بریالی شوی دی چې یو شمیر تاکتیکي بریاوې تر لاسه کړي.
 
د افغانستان د پوځ د ستراتيژیک بري د پاره په افغانستان کې یوازې او یوازې د پوځي حالت اعلان دی چې په دې صورت کې په دولت کې د دوه مخو ، پله بین او مزدورو کسانو د مرکز څخه د مخ اړولو مخنیوی کیږي.
 
د امریکا متحده ایالاتو اولسمشر جورج بایدن اعلان کړی دی چې د سپتامبر تر میاشتې به د افغانستان کې خپل پوځونه و باسی خو د افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. د جورج بایدن دا اعلان د خلکو د پاره ناڅاپي نه و ، په دې هکله د امریکا پخواني اولسمشر هم ویناوې کړي وې او خلکو ته یې ویلي و چې د افغانستان څخه به خپل عسکر وباسي.
 
د امریکا اوسني اولسمسر دا په ډاګه کړیده چې د هغو موخو د پاره چې د دوی پوځ تللی و ، هغه موخې تر لاسه شوي دي اوس هغه مهال دی چې عسکر یې خپلو کورونو ته راوګرځي.  خو دا ښکاره نده چې د افغانستان ته د امریکا د راتګ موخې کومې وې؟ 
 
د کابل حکومت په دې باور دی چې هغه کولی شي د هیواد څخه مستقلانه دفاع وکړي. دوی څرګنده کړي ده چې په تیرو میاشتو کې نږدې ۹۶ سلنه پوځي عملیات د افغانستان د امنیتی او دفاعي ځواکونه له خوا تر سره شويدي. او دا بهیر روان دی. مګر د هیواد په دننه کې یو شمیر د جنګسالاران او د ملیشایی ډلو خاوندانو هڅه وکړه چې په دې حساس وخت کې د قدرت ښودنه وکړي.
 
خو ایا کیدای شي چې ۱۳۷۲ کال تجربه بیا په افغانستان کې تکرار شي . په هغه کال ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو د پلان سره سم د اولسمشری څوکې څخه استعفاء ورکړه تر څو په کابل کې د موقت حکومت له پاره چې د ملګرو ملتونو همکاری سره جوړ کیده ، زمینه برابره کړي. په نظر کې وه چې د ملګرو ملتونو شپږ فقره یی پلان چې موقت حکومت یې یوه برخه وه تطبیق شي.
 
مګر دا پلان  په حکومت کې دننه کړیو او د پنجاپ له خوا دخپلو تړلو ګروپونو په وسیله سبوتاژ شو ، کابل او افغانستان د یوه ستر ناورین سره مخامخ شو ، هغه ناورین چې د پنجاپی استعمار مشر جنرال ضیاالحق یې خوب لیده او زوی یې ( اعجاز الحق ) د دوی تالی څټو سره یو ځای د کابل د سوځیدو ننداره وکړه.
 
په دې ډول د افغانستان د پټ اشغال د پاره لاره اواره  شوه. پنجاپ دخپلو پلانونو له مخې د افغانستان په ضد ډیر زړه بوګنونکي جنایتونه تر سره کړل او په سلګونو زره خلک یې په افغانستان کې ووژل ، د افغانستان کدرونه ، مشران او علمایی ترور او شهیدان کړل ودانۍ یې ړنګې او مالونه یې لوټ کړل.
 
په دې ډول پنجاپ دلته د نورو هیوادونو جنګیالي ځای په ځای کړل او ددې ځایه یې د نړی په نورو سیمو کې ویرونکي عملونه ترسره او افغانستان یې په نړی کې بدنام کړ.
 
اوس مهال حالات همغه ته ورته دي خو په ډير تفاوت سره:

  • په هغه مهال افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو په همکاری سره د پنجاب له خوا د اقتصادي محاصرې سره مخامخ شوی و. د خلکو ژوند په ډیرې سختی کې و.
  • پنجاپ او لویدیز د کابل په ضد نه ختمیدونکي جګړه پیل کړي وه او خلک ددې جګړې ډیر ستړي شوي و.
  • په هغه مهال کې پنجاپ په دې توانیدلی و چې د اکثریت افغانانو ذهنیت د مرکزي حکومت په ضد راوپاروي او په هغه حکومت باندې د پنجاپ له خوا راز راز ټاپې لګیدلي وې.
  •  
    نوي حالات :
    خو اوس هغه شرایط ندي دلته ډیر بدلونونه راغلی دي داخلي شرایط:
  • امریکا نه غواړی افغانستان پنجاپستان ته وسپاري.
  • په ښکاره داسې په ډاګه کیږي چې امریکا او نور لویدیز د افغانستان په خوا دی.
  • اکثریت عربي هیوادونه هم د افغانستان په خوا دي او دوی د پنجاپ سره د افغانستان په تباه کولو کې مرسته نه کوي.
  • که څه هم پنجاپ د افغانستان په ضد خپله جګړه نه پریږدي خو بیا هم اوس د خلکو د داخلي ستر فشار سره مخامخ دی  او هم دا هیواد د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. دا هیواد اوس د پخوا په شان نه شي کولی چې په کابل کې کمزوري او مزدوره اداره رامنځته او په شا یې وګرځوي.
  • د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې او تهران مزدوران د افغانستان د خلکو په منځ کې ځای نلري.
  • مګر اوس مهال افغانستان د اقتصادي محاصرې سر مخامخ ندی او افغانستان د نړۍ هر هیواد سره کولی شي اقتصادي اړیکي ټینګې او د اړتیاو وړ مواد وارد او صادر کړي.
  • ټولنیزې رسنۍ اوس په دې توانیدلي چې د جګړو په هکله حقایق برسیره کړي ا و د پنجاپ – تهران مداخلې په ډاګه کړي.
  • پنجاپ هغه تبلیغاتي وسله چې د ډاکټر نجیب الله د ادارې په مقابل کې کاروله اوس هغه کار نه ورکوي.
  • اوس مهال په افغانستان کې خلکو ډیره زده کړه وکړه او د پوهنې سطح لوړه شوه
  • پنجاپي استعمار اوس د خپلو ډیره داخلي ستونزو سره مخامخ دی او دا ستونزې دا هیواد کیدای شي د تجزیې خواته بوزي.
  • افغانستان په نړیواله سویه د ملاتړ څخه برخمن دی چې کولی شی خپلې ستونزې د نړیوالو په همکاری سره اوارې کړي.
  •  
    د افغانستان کمزورتیاوې:
  • په افغانستان کې تر اوسه هغه ډلې چې پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې او د ایران مزدورې کړۍ  له خوا د کابل په ضد جوړې کړي وې په حکومت کې د پراخ نفوذ څخه برخمنې دي.
  • په دولت کې پراخ فساد موجود دی. په کابل کې به داسې اداره او څانګه نه وي چې هلته فساد وجود ونلري.
  • د کابل په اداره کې اکثریت بی کفایه ، غیر مسلکي او بې تجربې کسان واکمنان دي .
  • د کابل ادارې پالیسي په قومي لوړتیا غوښتنې ولاړه ده دلته لږکي حکمراني کوي او اکثریت ګوښه ته تللی دی.
  • د افغانستان وسله وال پوځ لکه څنګه چې اړینه ده په جنګي وسلو او تخنیک باندې سمبال ندی.
  • په افغانستان کې فقر او لوږه ، بیکاري او وروسته پاتې والی واکمن دي.
  • متوازن انکشافي پلانونه نه تطبیق کیږی.
  • او نور
  • له دې امله اړینه ده چې اوس هم د وخت سر دی محمد اشرف غني کولی شي د خلکو په مرسته په هیواد کې د یوه ستر ناورین د رامنځته کیدو مخنیوی وکړي.
     
    څه چې اړین دي:
    نو ځکه د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره باید یو شمیر اقدامات تر سره شي دا اقدامات باید په دقیقه توګه تر سره شي او د پخوا په شان باید نمایشي نه وي:
  • افغانستان باید تهران او اسلام اباد د هر ډول تیري او مداخلي ته باید  ورته ځواب ورکړل شي.
  • د پنجاپ او تهران د تیریو په وړاندې د افغاستان ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو تیارسئ کړل شي.
  • د پوځي انقلابي شورا تشکیل کول د شرایطو مهمه تقاضا ده.
  • باید د دولت په رهبری کې ټول فاسد او په زورواکانو پورې تړلي کسان له دندو ګوښه او څارنوالی ته وروپیژني.
  • ټول جنګسالاران تر کنترول لاندې ونیسي او د هغوی څخه هر ډول دولتی او اداری اختیارات واخیستل شي.
  • ټولې هغه ډلې چې په پنجاپستان او تهران کې جوړې شوي او د هغوی ګټو ته ژمنې دي غیر قانوني اعلان کړي.
  • ټولې خپلسري ملیشاوې  چې په مختلفو نومونو لکه ( ولسی پاڅون کونکي ، محلی پولیس او نور ) بې وسله کړي او مشران یې څارنوالی ته معرفي کړي.
  • د امنیتی او دفاعي ځواکونو او ادارو په مشرتوب کې وړ ، با تحصیله ، وطندوسته ، پرکاره کسان وګوماري. دا ارګانونه باید د هر ډول معاملو څخه بهر وي.
  • بهرنیو چارو وزارت باندې د سره کتنه وشي او هم ټول سفیران له دندو ګوښه او وړ کسان ولیږل شي.
  • خلک باید د احتمالي پیښو په وړاندې وروزل شي او دا په ډاګه شي چې دوی څه کولی شي؟
  • په هیواد کې د اقتصادي بحران د رامنځته کیدو مخنیوي د پاره بیړني اقدامات تر سره شي.
  • د رسنیو په قانون د سره کتنه وشي او په هغه کې ملي ګټې خوندي شي.
  • او نور
  •  
    ملی اجماع:
    په افغانستان کې ملی اجماع دې ته وایی چې زورواکان ، د ملیشایی ډلو مشران، فاسد پخوانی او اوسني چارواکي د پردیو مزدورانو سره خبرې وشي او د هغوی نظریات واخیستل شي. خلک وایی چې دا کسان ، سرونه یې په افغانستان کې دي او پښې یې په ایران او پنجاپستان او یا نورو هیوادونو کې دي.
     
    مګر دا ملی اجماع نده دا کسان چې د افغانستان اولسمشر ورسره نظر شریک کوي د هغوی یو هم په ملت کې ځای نلري او نه ملي ګټو ته ژمن دي.  د دوی نظریات د ملی ګټو سره سمون نه خوري دوی په دا ډ‌ول مسایلو کې خپل شخصي ګټې په نظر کې نیسي او هم ګاونډویانو ته ځانونه ژمن بولي.
     
    په تیرو کلونو کې لیدل شوي ده چې د هغو کسانو سره چې په ریښتینی توګه یې په وطن زړونه خوږیږي او هم دا وړتیا لري چې د ملي ګټو په خاطر اړیني مشورې اولسمشر ته ورکړي ډیرې کمې لیدنې شوي دی.
     
    د ملی اجماع د پاره باید د هیواد د عادي خلکو سره اړیکي ونیول شي د هغوی نظریو ته غوږ ونیول شي دا خلک بیا کولی شي د نظام دفاع وکړي او هیواد ته د بحران د راتګ مخنیوی وکړي.
     
    د ګاونډیانو سره اړیکي:
    د کابل واکمنان باید پوه شي چې د ایران او پنجاپستان هیڅکله د افغانستان دوستان نشي کیدلی، دوی تل هڅه کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او تل د دولت مخالفین وهڅوي او حتی په وسلو سره یې سمبال او په جګړه کې ورته اکمالات وکړي.
     
    اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې د کابل حکومت د اسلام اباد او تهران سره په خپلو سیاسی ، دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د سره کتنه وکړي او هغه لارې او چارې ونیسي چې ددې دواړو افغان دښمنه حکومتونو د توطیو او تیریو مخنیوی وکړي.
    د افغانستان بهرنی پالیسی باید په ملي ګټو باندې ولاړه وي او وکولی شي د افغان دښمنه حکومتونو ناوړه پالیسۍ شنډې کړي.
     
    د ازاد پښتونستان او دیورینډ کرښه:
     افغانستان دا حق لري  ، ددې له پاره چې افغانستان د پنجاپستان له ناوړو مداخلو څخه وژغورل شي تر ټولو اړینه ده چې د ازاد پښتونستان داعیه رامنځته او د ډیورینډ منحوسه کرښه ړنګه اعلان کړي او په دې ډول د پښتنو او بلوڅو د ازادی د پاره د مبارزو څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړي .
    په نړیوالو سازمانونو کې د پښتنو او بلوڅو د ازادی داعیه مطرح کړي او په دې ډول د پنجاپ استعماري – تروریستي دولت ریښتیني څیره نړیوالو ته په ډاګه کړي.
    بلوڅو ازادي بښوونکو ګوندونو ته په افغانستان کې ځای ورکړي او د هغوی سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
    هغه اور چې افغانستان  ته د پنجاپستان تروریستی – استعماري ادارې رالیږلی دی  ، بیرته باید لاهور ته ولیږدول شي.