د لوټمارانو محاکمه

د لوټمارانو او جنایتکارانو محاکمه د افغانستان د  اکثریت ستونزو د اواری کیلي ده. تر هغه چې موجوده لوټماران او فاسد جنګسالاران محاکمه نشي تر هغې به د افغانستان خلک ارامه ورځ و نه ګوري.
 
له دې امله  باید  ټولو لوټمارانو  او جنایت کارانو سره احتساب تر سره  او بې د کوم توپیر څخه ټولو ته سخته جزا ورکړل شي.
 
د افغانستان خلک د څو تنو غلو او لوټمارانو له خوا یرغمل شوي دي دا جنایتکاران د افغانستان د خلکو د ژوند هره برخه ورته توره شپه ګرځولي ده. د دوی فرمایشونه  او غوښتنې په ډيره اسانی سره د چارواکو له خوا منل کیږي. په کابل کې لوټماران، جنایتکاران او د پرادیو مزدوران ښاغلي دي، دا کسان په ډیره بیرحمی سره د خلکو د قانونیت، عدالت او مصوونیت د پاره غږ چوپ کوي او خلک په راز راز بڼو سره ځپل کیږي چې حتی ځینې کسان د ددې  بیرحمه کړیو له خوا په فزیکي توګه له منځه وړل کیږي.  
 
په افغانستان کی اداری فساد سیاسی اړخ نیولی دی . په نظام کې سیاسي واک په بشپړه توګه ددې جنایتکارانو په لاس کې دی د دولت چارواکي یوازې د دوی د مامورینو په توګه کار کوي.
 
 فاسد لوټماران هڅه کوي چی سیاسی ـ اقتصادی – امنیتی واک په خپلو لاسونو کی واخلی  تر څو د پخوا څخه په ښه توګه د غیر قانونی شتمنیو په راغونډولو کی تر پخوا ډیر څه تر لاسه کړي .ترڅو خپلې غیر قانونی شتمنی خوندي کړي.
 
اوس په هیواد کې فاسد نظام واکمن دی، دلته دموکراسی ، شفافیت او قانونیت تش په نوم وجود لري. خو ددې له پاره چې د افغانستان خلک دوکه کړي ، دغني – عبدالله فاسدې ادارې یو ځل بیا د خلکو سترګو ته د خاورو پاشلو د پاره راز راز ډرامې پیل کړي چې یوه یې هم  د چارواکو د کړنو او فعالیتونو په هکله د راپور ورکولو ډرامه ده.
 
تر اوسه د کابل ادارې د چارواکو راپورونه ارزیابي نکړل چې د کړنې د قناعت وړ دي او که نه؟
 
ایا په تیرو شپږو کلونو کې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني په رښتیا هم کوم فاسد او لوټمار وګړئ محاکمه کړئ او د زندان تورو تمبو شاته یې اچولی دی؟
 
په تیرو کلونو نږدې شلو کلونو کې ټولې محاکمې نمایشي او د خلکو د دوکه کولو د پاره تر سره شوي دي. دا ځکه چې ټولو هغو کسانو چې زیات لوټ او فساد یې کړی دی په حاکم ټیم کې شتوالی لری همدا خبره ده چې اوسنی اداره فاسده ده  او  دا  اداره په رښتیني توګه دا نیت نلري چې په هیواد کې د فساد جرړې وباسي.
 
هغه راپورونه چې نړیوال منابع او ارګانونه او هم ټولنیزې رسنې د کابل په اداره کې د فساد په هکله ورکوي زړه بوګنونکي او شرمونکي دي.

د خلکو د دوکه کولو د پاره همدا لوټمارې او کثیفې کړۍ تر هر چا زیات د بی عدالتیو د شتون په هکله خبری کوی او هم د اداری فساد څخه سرونه ټکوي. دا فاسدې کړی هڅه کوي چی د ((بګیریش، که نه ګیریت)) له تاکتیک څخه د خپلو ځانو د ژغورلو د پاره هڅې کوي.
 
ددوي په فکر د افغانستان خلک کاڼه او ړانده دي او یا ښه او بد د یو بل څخه نشي بیلولی. خو شرایط ددې فاسدو کړیو له خوا داسې رامنځته شوي دي چې خلک د دوی په وړاندې پاڅون وکړي.
 
فاسد نظام:
اوسنی فاسدی واکمنې  لوټماره کړۍ یوازې په اداری فساد او لوټ باندی بسوالی نه کوی بلکی دا کړۍ د خپلو شخصی ګټو د پاره، تیاری دی چی په ملی ګټو ، د هیواد او اولس په برخلیک باندی هم معاملی وکړي. همدا کړۍ تر ډیره بریده د افغانستان دښمنه ګاونډیانو سره ناوړه اړیکي پالي.

 
که څه هم پخوانیو دولتونو کی هم اداری فساد وجود درلود . خو اداری فساد په تیرو نږدې شلو کلونو  کی د هیواد په تاریخ کی بیساری او په نړیواله سویه یی لوړ مقام خپل کړ . د دی فساد له امله په هیواد کی د بهر څخه راغلی په سلګونو میلیارده ډالر تري تم شوی دی. او هم په سلګونو میلیارده د هیواد شتمنی لوټ شوی ده.

په میلیونونو جریبو دولتی او شخصی ځمکی او جایدادونه په دولت پوری د تړلو کړیو له خوا چور او غصب شوې. دا بهیر اوس هم روان دی.

په افغانستان کی موجوده فساد ، د نورو هیوادونو د فساد سره یوه اندازه توپیر لري . په نورو هیوادونو کی اداری فساد په دولت کی د مقام د لاسته راوړلو له لاری ، یو شمیر کسان اداری فساد ته لاسونه اچوي.
 
دولتي مقررۍ:
په دولتی ارګانونو کی مقررۍ تقریبا ټولې د فساد او شخصی اړیکو له لاری تر سره کیږی . داسی څوک به ونه لیدل شی چی د هغه په مقرری کی شخصی پیژندنه، خپلوی او فساد اغیزه ونلری.د فساد په بنسټ را منځته شوی اداره هیڅکله د خلکو او وطن د پاره خدمتګاره اداره نه شی کیدای.
 
تقریبا د کابل اداره  تر ډیره بریده  د فاسدو کړیو په کنترول کې ده. تقریبا زیاتې  مقررۍ د فاسدو او جنایتکارو  کړیو په خوښه او وړاندیز سره تر سره کیږي.
 د کابل د فاسدې ادارې څخه نوموړي  وژونکی ناروغی اوس د دولتی ارګانونو څخه غیر دولتی داخلی او بهرنیو موسسو ته هم سرایت کړی دی. په نوموړو ادارو کی استخدام هم روڼ نه دی او هم د نوموړو موسسو فعالیتونه ، د فساد د شته والی له امله په ښه توګه نه تر سره کیږی.
 
د اداري فساد کلتور:
زیات شمیر بهرنیان دا فکر کوي چې اداري فساد د افغانستان د کلتور یوه برخه ده . باید ووایو چې تر ډیره د دوی خبره د واقعیت سره برابره ده دا ځکه چې موجوده لوټماران په نړیواله سویه د افغانانو تصویر خلکو ته ورکوي.
 
باید ووایو چې اوس دا ډیر بدنامه او کرغیړن کلتور په افغانستان کې په پراخیدو دی اوس تقریبا د دولت د ادارو نږدې ټول مشران په دې فکر کې دي چې څنګه د لوټمارانو په اصطلاح سره ( وند ) ووهي او عامه شتمنی لوټ کړي. دا کلتورد طالبانو د حکومت په ړنګیدو او د اوسنی حکومت په جوړیدو سره رامنځته او په ډيره چټکتیا سره پراخ شو او د پراختیا خواته روان دی.
 
ډیر کسان په دې هڅه کوي چې څنګه کولی شي داسې څوکۍ تر لاسه کړي چې د دوی په اصطلاح سره ( درامد ) ولري همدا خبره ده چې اوس داسې کسان په هغه ځای کې دندې نه تر سره کوي چې یوازې ( وچه تنخوا ) ولري.
 
مګر افغان اولس یو با وجدانه اولس دی هغوی هیڅکله دې ته تیار ندي چې اداري فساد د افغان کلتور یوه برخه وګرځي په افغاني کلتور کې فاسد او لوټمار وګړي ته په کرکه ګوري او په ټولنه کې د کوم حیثیت لرونکي ندي.
 
د فساد له منځه وړلو میکانیزم:
نوموتي فاسد کسان د افغانستان د خلکو د سترګو څخه پټ ندي ، خو بیا هم اړتیا ده چې د یوې  لنډې سروې له مخې ددې کسانو په فساد کې درجه معلومه کړل شي. په فساد د ککړ شکمن وګړي غیر قانونی شتمنی  ، د پلار شتمنی او دده بزنس او کاری تاریخ او عوایدو له مخی کیدای شی ، معلومه کړل شی .
 
 باید په فساد باندی د شکمن وګړي باید دده ، دده د وروڼو ، پلار مور، زامنو لورانو، ناظر او یا خدمتګارانو په نوم باید د هیواد په دننه او بهر کی بانکی  اکونټونه او قبالی وکتل شی.

باید په فساد د ککړو کسانو  په بهر کی فابریکی ، بیړۍ ، الوتکې او جایدادونه معلوم کړل شی د تثبیت په صورت کی باید د بیت المال برخه وګرځول شی. په عمومي ډول سره دا فاسد کسان په لاندې ډول سره طبقه بندي کولی شو:
 

  • میلیارد ډالري فاسد کسان:
  • دا کسان په هیواد کې محدود شمیر لري ښايی شمیر یې د لسو او شلو تنو څخه زیات نه وي. دا کسان  او یا کورنۍ د افغانستان په سیاست بشپړ کنترول لري ددې کسانو په وړاندې د کابل اداره سوڼ هم نشي کولی . خو دا یې دنده ده چې هغه ټول جایدادونه چې د فساد له لارې یې تر لاسه کړي دي بیرته بیت المال ته مسترد کړي.
    د داسې فاسدو کسانو محکمې ته سپارل یوازې انقلابی  اداره کولی شي چې د انقلابي محکمې په رامنځته کولو سره دا کسان محاکمه او سخته قانوني جزا ورکړي.
     
  • د سلګونو میلیونو ډالرو فاسد کسان
    دا کسان د سلو میلیونو څخه تر نهه سوو میلیونو ډالرو پورې د خلکو او دولت شتمنی لوټ کړي دا کسان په هم ډیر زیات نه دي او د هیواد په هره سیمه کې شتوالی لري . ددې کسانو شمیر ښايی له سلو څخه تر پنځه سوو پورې ورسیږي دا کسان هم د خلکو له نظره پټ نه دي بلکې ټول په دې پوهیږي چې هغوی دا غیر قانوني شتمنی د کومې لارې پیدا کړه.
  • د لسګونو میلیونو ډالرو واله فاسد کسان:
  • ددې کسانو شمیر زرګونو ته ورسیږی دا کسان د مختلفو لارو د خلکو وینې څښي او د هیواد شتمنی لوټوي . دا لوټماران ورځ په ورځ پړسیږي او د فساد دوهمې درجې ته ننوزي.
     
    د فساد په ضد د مبارزې اراده:
    د اداري فساد په ضد مبارزه باید کیمپایني او د خلکو په سترګو کې خاورو د شیندنې بڼه ونلري بلکې  د اداری فساد جرړو د ایستلو د پاره د هیواد دولتی مشرتوب باید کلکه اراده ولری او وکولی شی د موجوده امکاناتو څخه په استفادی سره ، د اداری فساد په وړاندی د رامنځته شوی میکانیزم په ښه ډول لارښوونه وکړي. هغه باید داسی میکانیزم را منځته کړي چی د هغه په پایله کې  د موجوده اداری فساد جرړی وچی شی او هم د غیر قانونی لارو  راټولې شوي شتمنی ضبط ، دولت او هم د هغو اصلی مالکانو ته وسپارل شي.

    باید پرینښودل شی چی د بیت المال او نړیوالو مرستو لوټماران ، د دولتی او شخصی  ځمکو  ، د خلکو د کورونو جایدادونو غاصبان ، د مذهب ، دین ، قوم ، ژبی او سیمی په نامه شعارونو  شاته پټ شی. فاسد او لوټمار وګړی هر څوک چی وي په هره سویه چی وي باید محکمی ته معرفی او غیرقانونی شتمنی یی باید ضبط کړل شی.

    ددی له پاره اړینه ده چې:
       په دولت کې باید د هر ډول فساد د مخنیوی د پاره ځانګړی میکانیزم رامنځته کړل شي چې فاسد کسان ونه کولی شي د فساد له مخې کړنې تر سره کړي.
     
    نوی میکانیزم:
    •    د غیرقانونی شتمنیو د ضبط کولو د پاره  د اولسمشر له خوا   انقلابی مستقله فوق العاده محکمه  تشکیل شی .داسی محکمه چی غړی یی په فساد ککړ نه وي او په دی لاره کی ډیر جدی ګامونه پورته کړي.
    •          په لومړی مرحله کی د ټولو په فساد ککړو کسانو  د لست برابرول ، چی د سلوزرو امریکایی ډالرو  د زیاتو شتمنی یی د غیر قانونی له لاری راټولی کړي وي .
    •          د ټولو هغو کسانو لست برابرول ، چی په ښاری سیمو کی یوه بسوه او د ښار څخه بهر یی د یوه جریب څخه زیاته ځمکه غصب کړي وي.
    •          د ټولو سیاسی ګوندونو او تنظیمونو د مشرانو او کوماندانانو د شتمنیو معلومول ، د هغوی د قانونی او غیر قانونی شتمنیو تر منځ تفکیک
    •          په فساد باندی د ککړو کسانو د نیولو او محکمی ته د سپارلو د پاره د یوې ګوزاریزی  پوځي قطعی را منځته کول.
    •          په فساد د ککړو کسانو غیر قانونی  شتمنی باید ضبط او دوی باید د خپلو جرمونو مطابق د قانون سره سم په لازمو بندونو محکوم شی.
    •          هغه شتمنی چی په خلکو پوری تړلی وي او د فاسدو زورواکو له خوا غصب شوی وي. باید بیرته اصلی خاوندانو ته مسترد کړل شی. لکه د هیواد په مرکزی سیمو کی د کوچیانو شتمنی، په کابل او د هیواد په نورو برخو کی د هندوانو او سیکانو شتمنی او نور.
     
    د اولس او وطن د پاره د یوی خدمتګاری اداری را منځته کول  اولسی پراخ خوځښت غواړي . دا خوځښت هغه مهال را منځته کیږی چی اولس او یو انقلابی دولت مشرتوب د سراسری احتساب د پاره مټې راونغاړي.

    د دې له پاره چی افغانستان ددی تباه کوونکی ناورین څخه وژغورل شی اړتیا ده چی په ټول هیواد کی د هغو کسانو په وړاندی چی د غیرقانونی لارو یی په میلیاردونو امریکایی ډالرو  شتمنی راغونډی او یا بهر ته لیږدولی دی سراسری احتساب تر سره شی.

    نو ځکه بیا تکرار کوو: د لوټمارانو او جنایتکارانو محاکمه د افغانستان د  اکثریت ستونزو د اواری کیلي ده تر هغه چې موجوده لوټماران او فاسد جنګسالاران محاکمه نشي تر هغې به د افغانستان خلک ارامه ورځ و نه ګوري.
     
    له دې امله  باید  ټولو لوټمارانو  او جنایت کارانو سره احتساب تر سره  او بې د کوم توپیر څخه ټولو ته سخته جزا ورکړل شي.