غني، د پنجاپ بله ماتي

که چیرې د ترکیې خبرې د پنجاپ د اجندا سره سمې مخته ولاړې شي ، د افغانستان د پاره کومه مثبته پایله به ونلري بلکې په هیواد کې به د یو ستر ناورین ته به لاره هواره کړي کوم چې د پخوانيو جګړو څخه به زیات خونړی او ورانونکی وي.
 
د پورتنیو خبرو د پایلې په ترځ کې ، په کابل کې د ګډوډیو ، جګړو او نا امنیو په پیل سره  به زلمی خلیل زاد د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی دنده به ختمه شي  او هغه به  ډاکټر نجیب الله د واکمنی په مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بینین سیوان په شان بیرته خپل کور ته وګرځي او په کابل کې د بل شوي اور  به ننداره کوي.
 
دا هغه موخه ده چې په تیرو نږدې شلو کلونو کې ورته کار کړی او هڅه کوي چې د افغانستان په هکله خپل ستراتیژیک هدف ته چې د افغانستان بشپړه تباهي ته ورسیږي.
 
خو حالات د پخوا په نسبت توپیر لري. د افغانستان خلک اوس په تیرایستونکو شعارونو نه غلطیږي او هڅه کوي چې افغانستان ته د دې ناوړه تراژیدي څخه نجات ورکړي.
 
د ترکیه غونډه کې به یو لوری بریالی کیږي؛ پنجاپستان او یا د افغانستان خلک
که چیرې د ترکیه په غونډه کې د پنجاپستان پلانونه شنډ شول په هغه صورت به پنجاپ یو بل پلان به تر کار لاندې ونیسي. هغه پلان کیدای شي پوځي پلان وي. په دې صورت کې به پنجاپ خپل پوځي کوماندو ګان په بدلو جامو کې افغانستان ته ننباسي او د هیواد په مختلفو سیمو به سخت بریدونه وکړي.
 
د افغانستان د پنجاپ دا ډول بریدونو په وړاندې نه ویریږي او په دې باور دي چې دا ډول بریدونه شنډ کیږي خلک دا ویره لري چې امکان لري پنجاپ په ترکیه کې د ځانګړو مانورونو په تر سره کولو سره داسې شرایط رامنځته کړي چې په افغانستان کې موجوده نظم ته ګواښ پیدا کړي.
 
اوس د افغانستان په اولسمشر محمد اشرف غني پورې تړلي ده چې څنګه د حالاتو کنترول په خپل لاس کې واخلي؟
خو له بده مرغه محمد اشرف غني په خپله شاوخوا ځینې بیکاره کسان را ټول کړيدی دا کسان دا وړتیا نلري چې په پیچلو او سختو حالاتو کې وړ کارونه تر سره کړي دا کسان تر ډیره بریده نشي کولی د پنجاپ او ایران په شان تاریخي دښمنانو سره ډغرې ووهي . یو له مهمی سببونو څخه همدا دی چې اولسمشر د خلکو په منځ یوه اندازه ملاتړ د لاسه ورکړی دی . اوس  خلک  په محمد اشرف غني باندې نیوکې کوي چې د داسې بیکاره کسانو په مقررۍ  سره هیواد ولې د ګواښ سره مخامخ کوي؟
 
پنجاپ په تیرو شلو کلونو کې نړیوالو ته دا وښودله چې په افغانستان کې روانه جګړه داخلي ده او دا داخلي جګړه باید د بین الافغانی خبرو له لارې اواره شي. نو ځکه د خپلو کړنو او موخو د پټولو د پاره یې په نړیواله سویه یو شمیر هڅې پیل کړې چې په نتیجه کې یې د افغانستان جګړه داخلی ښکاره کړه او د  ستونزو د اواری  لاره یې بین الافغاني وبلله.
 
په افغانستان کې روانه جګړه بین الافغانی جګړه نده چې د بین الافغانی مذاکراتو له لارې بنده کړل شي. بلکې دا جګړه بین الافغانستان او بین الپنجاپستان ( پاکستان) ده چې نږدې څلویښت کاله کیږي د پنجاپستان له خوا دا جګړه د افغانستان په ضد روانه کړي ده.
 
افغانستان باید یوازې او یوازې د پنجاپ د پوځ سره په دې هکله خبرې وکړي چې د جګړو او مداخلو څخه لاس واخلي . خو دا ښکاره ده چې بنجاپ به په دې هکله هیڅ خبرې ونکړي ، تر هغې چې د پنجاپ پوځ په افغانستان کې ماتي نه وي خوړلي.
 
پنجاپ ددې جګړې د ګټلو د پاره د هر راز مانورونو څخه ډډه نه کوي په تیرو څو میاشتو کې پنجاپ د هغو ډلو سره چې پخوا په پنجاب کې را منځته شوي وې اړیکي ټینګې کړې او زیات شمیر کسان یې لدې امله پنجابستان ته بللی او هم د هغه سفیر د هیواد په دننه کې د یو شمیر پیژندل شوو کسانو سره لیدنې او کتنې کوي.
 
پنجاپ له دې لارې هڅه کړیده تر څو عامه ذهنیت د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې راوپاروي او همدارنګه داسې ښکاري چې یو شمیر داخلي رسنیو ته بډي ورکړل شوي دی تر څو د افغانستان د اولسمشر په ضد بې بنسټه تبلیغات وکړي.
 
په دې ډول سره پنجاپ هڅه کوي چې د خبرو د دیپلوماسي لوبه د پنجاپ په ګټه او د افغانستان په زیان  تمامه کړي.
 
پنجاپی پوځ په سیاسي ډګر کې د جګړو د ګټلو د پاره دغه ډول مانورونه تر سره کوي تر څو وکولی شي خپلو موخو ته چې عبارت له د افغانستان تباهي ده ورسیږي.
 
له بده مرغه باید ووایو چې د اولسمشری ماڼۍ د عامه اړیکو  تبلیغاتي ټیم او کارکونکي بیکاره او د حالاتو سره سم د عامه ذهنیت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.
 
که څه هم اوس کابل په پوځي چارو کې یو شمیر بریاوې تر لاسه کړي دي  او پنجاپ هم د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د حرکتونو څخه په ډار کې دی اوس هڅه کوي چې خپل ناوړه هدف ته د رسیدو له امله نورې لارې او چارې ولټوي.
 
دا چې پنجاپ په ډګر کې په افغانستان کې جګړه بایللی ده اوس هڅه کوي چې په نړیوال ډګر کې  خپلو سیمه ایزو همکارانو (لکه ترکیه) په همکاری سره وکولی شي د زیاتو ونیو بهیدو د پاره زمینه برابره کړي.
 
پنجاپ د ترکیې هیواد وهڅوه چې په دې لار کې ورسره مرسته وکړي او ترکیه هم دې ته تیاره شوه چې دا ډول غونډه راوبولي . اوس د سیمې هیوادونو ، امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د جګړو د پای د پاره په نظر کې لري چې د ترکیې غونډه جوړه کړي. ډیر داسې ګومان کوي چې ښایی ددې غونډې له امله کومه د اواری چاره رامنځته شي.
 
مګر اساسي پوښتنه د خلکو سره داده:
ایا د دې غونډې وروسته به په افغانستان کې د پنجاپ مداخلې او تیري بند شي ؟
ځواب دادی:
تر  هغه چې افغانستان وجود ولري پنجاپ به هیڅکله دد افغانستان په ضد خپله جګړه و نه دروي. خو له بده مرغه د کابل یو شمیر بیسواده چارواکي په دې نه پوهیږي.
 
کابل لکه څنګه چې  اړینه ده د ترکیه د خبرو د پاره تیاري نلري . تر ټولو مهمه ستونزه د خبرو کولو پلاوي ده . ترکیه د غونډې د پاره د افغانستان پلاوی دا وړتیا او ریښتینوالي نلري چې دا خبرې د افغانستان د ملي ګټو په محور باندې را وڅرخوي. دا پلاوی یو تنظیمی پلاوی دی چې یوازې خپلو ګټو ته ژمن دي او کیدای شي د خپلو تنظیمونو په ګټه معامله وکړي.
 
د خبرو مخته بیونکو کسانو کې داسې کسان نشته چې نووښت او وړتیا ولري  نوځکه څه چې مخامخ لوری یې وایی دوی به سرونه ورته خوځوي په دې ډول به افغانستان یو لوی ژور کړنګ ته ټیل وهل شي.
 
دې موضوع ته باید محمد اشرف غني د افغانستان اولسمشر له لومړی څخه متوجه وای. هغه باید دا د (د سولې شورا او  تش په نامه سولې خبرو ) واک خپل انتخاباتی سیال ته نه وای ورکړی. هغه به هیڅکله داسې کار ونکړي چې د محمد اشرف غني د حکومت د ټینګښت سبب شي.
 
د ترکیه د خبرو د پاره مختلف هیوادونه لکه پنجاپ ، ترکیه ،  ایران ، روس ، امریکا او نور ځانګړي هدفونه لري خو داسې ښکاري چې ترکیه به په دې لار کې د پنجاپ ملګرتیا وکړي ایران هم د ځواکمن افغانستان مخالف دی له دې امله ترکیه – پنجاپ – ایران به د افغانستان ضد یو مثلث را منځته کړي او داسې بریښي چې دا مثلث به د امریکا ملاتړ هم د ځان سره ولري.
 
کابل په دې خبرو کې نړیوال ملاتړ نلري. دا ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت بیکاره چارواکي او په ارګ کې اړوند بیسواده او بې تجربې چارواکي نه شي کولی په نړیوالو معادلو کې د افغانستان په ګټه یو ځواکمن نړیوال ایتلاف را منځته کړي.
 
داسې ویل کیږي چې په ترکیه کې به د ( بین الافغاني مذاکراتو ) غونډې په نامه د  تش په نوم د مختلفو اړخونو تر منځ به غونډه وشي په دې توپیر چې په دې غونډې کې به یو تن هم د افغانستان د خلکو رښتینی استازیتوب ونکړي.
 
د افغانستان تش په نامه پلاوي کې  د جګړې اړخونه عبارت دي پخواني تنظیمي ډلې ، جنګسالاران ، فاسد او بیکاره مامورین ، د اولسمشری ټولټاکنو د محمد اشرف غنی سیالان، د مقابلو کسانو په وړاندې دي . باید ووایو چې د افغانستان د خلکو څخه هیچا نه دي پوښتلي چې د دوی له خوا به څوک استازیتوب وکړي.
 
  که څه هم د کابل له لوری د خبرو د پاره ټول غړي  تایید شوي دي. مګر دلته هم داسې وګړی نه شته چې د محمد اشرف غني د حکومت استازیتوب وکړي.
 
باید ووایو چې د خبرو د پاره اولسمشر یو شمیر شرطونه وړاندې کړی دي تر څو وکولی شي د سولې د پاره شرایط تیار کړل شي.  یو ددې شرایطو څخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر  نظر لاندې سراسري ټولټاکنې دي.
 
داسې ویل کیږي چې محمد اشرف غني  د بیړنو ټولټاکنو نوماند ندي. دا ډول ادعا د دې سبب شوه چې  د هیواد په دننه کې سره بې باوري رامنځته کړي. د خلکو په باور اوس مهال  په افغانستان کې د اشرف غنی په ځای بل څوک وړ کس نه شته  چې د اولسمشری څوکۍ د پاره مناسب وي. د پخواني اولسمشر حامد کرزي په هکله خلک راز راز تبصرې کوي.
 
لدې امله اړینه ده چې په بیړنیو اولسمشریزو ټولټاکنو کې محمد اشرف غني یو له نوماندانو څخه وي او محمد اشرف غنی باید داسې کار ونکړي چې ځان د نوماندانو له لیست وباسي.
 
پنجاپ د پخوا په شان هڅه کوي چې د ستونزې اصلی برخه اولسمشر وګڼي ، لکه چې پخوا یې ډاکټر نجیب الله ګاڼه . تر ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو د فشار له امله اړ شو ، چې استعفا وکړي . ورسره جوخت پنجاپ او تهران د تنظیمونو تر منځ د جګړو کومانده ورکړل شوه.
 
پنجاپیان بیا د داسې کوماندې انتظار وباسي چې فاسدو زورواکو کړیو او هغوی ته نږدې تنظیمونو ته یې ورکړي تر څو کابل په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
 
د سولې شورا داسې په ډاګه کوي چې  ګویا دوی مستقل دي او دوی هڅه کوي چې دا خبرې مخته بوزي. ددې خبرو د پاره زیات شمیر طرحې رسیدلي دي.
 
اړوند منابع  وایی چې نږدې ۳۰ طرحې ورته لیږل شوي دي چې د خبرو په میز باندې کیښودل شي خو دوی هڅه کوي چې دا طرحې وګوري .
نړیوالې رسنۍ وایی چې د اولسمشر طرح ډیر ساده او عملی ده. دری مادې لري چې په هغه کې په سیاسي جوړ جاړي اجماع او په اوربند موافقه ، د اولسمشری د پاره ټولټاکنې  او د سولې حکومت جوړول ، اساسی قانون کې تعدیل او د کډوالو راستنول شامل دي.
 
خو پوښتنه دا ده چې د خبرې کونکی او یا د سولې شورا به د محمد اشرف غني وړاندیزونه څومره په نظر کې ونیسي او که د ځانه به بل څه راوباسي؟
 
دا ډلګی چې د اولسمشر محمد اشرف غنی له خوا د ( بین الافغاني خبرو ؟!) د پاره لیږل شوی دی بشپړ اکثریت یې په خپله د اولسمشر سره موافق نظریات نلري.
 
دا ډلګی په ډیره اسانی سره کیدای شي د پنجاپ د اجندا سره سم حرکت وکړي او په دې ډول وکولی شي د افغانستان ولسمشر د پاره نوي ستونزې رامنځته کړي.
 
د پنجاپ د پروګرام سره سم ، هغه به وتوانیږي چې په قطر کې به د پیښور ګورنر هاوس په شان یوه بیکاره او بې مانا اداره رامنځته کړي او په افغانستان کې عمومي ګډوډۍ ته به زمینه اواره کړي.
 
د پورتنۍ موخې د پاره  پنجاپ وکولی شول لویدیز (د امریکا متحده ایالات ، ....) او سیمه ایز هیوادونه په خپله ګټه راوڅرخوي. باید ووایو چې د کابل فاسدې ادارې بیکاره چارواکي نشي کولي د افغانستان ملي ګټې او دخلکو غوښتنې ددې پورتنۍ سترې توطیې په وړاندې مطرح او پنجاپ ناوړه پلانونه شنډ کړي.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو چارواکي او کارکونکي تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د افغانستان د شاوخوا حالاتو په هکله یو عمومي اجماع رامنځته کړي چې په ډاګه کړې په سیمه او افغانستان کې د روانې جګړې اصلي عامل پنجاپ دی چې د تروریزم په بڼه یې افغانستان ، سیمه او نړۍ نا ارامه کړیده.
 
که چیرې د ترکیه غونډه د پنجاپ د اجندا سره سم حرکت وکړي په هغه صورت کې:

  • حالاتو ته په کتلو سره باید ووایو چې ددې غونډې څخه د افغانستان خلکو ته به یو ویښته هم ګټه ونه رسیږي بلکې دا غونډه یوازې وکولی شي په افغانستان کې د پنجاپستان ( پاکستان) په مداخلو او تیریو باندې یوه پرده واچوي..
  • د پنجاپ په ګټه د خبرو پای به ددې سبب شي سمدلاسه به کابل او نورو ولایتونو کې زورواکي ډلې په پوځي عملونو لاس پورې کړي او داخلي جګړه به پیل شي.
  • د کابل اداره به وشوړیږي او ملی حاکمیت به د پوښتنې سره مخامخ شي.
  • هغه ودانۍ او تاسیسات چې جوړ شوي دي ټول به وران شي.
  • په راتلونکي جګړه کې به نږدې لس میلیونه خلک ووژل شي.
  • پنجاپي او ایراني پوځونه به په مختلفو لباسونو کې افغانستان ته ننوزي.
  •  
    له دې امله افغان اولسمشر ته اړینه ده:
  • د سولې په خبرو کونکي پلاوي باندې د سره کتنه وکړي او په بشپړه توګه دا پلاوی لغوه او په ځای یې وړ کسان د پلاوي په غړیتوب کې مقرر کړي داسې کسان چې ملي ګټې تر شخصي او تنظیمي ګټو لوړې وبولي.
  • د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ کنترول په لاس کې واخلي  او ټولي تر سطحې پورې باید یی په خپله کنترول کړي.
  • د داخلي زورواکو او مزدورو کړیو د کنترول د پاره دې اضطراري حالت د اعلان د پاره تیاري ونیسي.
  • اولسمشر دې رسما اعلان وکړي چې په افغانستان کې روانه جګړه د پنجاپ له خوا روانه ده تر هغه چې پنجاپ د خپلو تروریستی پالیسی څخه ډډه ونکړي په افغانستان سیمه او نړۍ کې سوله ناممکنه ده
  • که  ولیدل شي چې د ترکیه خبرې په زیان تمامیږی بیا اړینه ده د ترکیه خبرې دې لغوه کړي.
  • د امریکا او نورو هیوادونو  بې ځایه فشارونو ته  تسلیم نه شي.
  • ټول هغه حکومتونه چې غواړي خپلې غوښتنې د افغانستان په خلکو ومني باید ورسره دیپلوماتیکي اړیکې غوڅې کړل شي.
  • د پنجاپ په ضد د جګړې د پاره دې بشپړه تیاري ونیسي.
  • عمومي بښنه دې اعلان کړي او ټول هغه څوک چې تر پرونه جنګیدل د دولت سره د یوځای کیدو له پاره دې زمینه برابره کړي.
  • ټولې هغه ډلې چې د پنجاپ او ایران د پالیسیو سره سم حرکت کوي باید منحل او غیر قانوني وګرځول شي.
  • ټول شخصي وسله وال ګروپونه باید بې وسلې شي .
  • عمومي بې وسلې کول شروع شی.
  • خپل ټول نږدې همکاران چې د قوم په نوم مقرر شوي او خپلې قومي او تنظیمي ګټې تر ملي ګټو لوړې بولي له دندو ګوښه کړي.
  • او نور
  •  
    د افغانستان په ضد د پنجاپ جګړه نه ختمیدونکي ده . تر هغه چې د پنجاپستان حکومت وجود لري په افغانستان کې به مداخله کوي وسله والې ډلې به رالیږي او نا امنیو ته به لمن وهي تر څو افغانستان د نړۍ له نکشې له منځه ولاړ شي او یا د پنجاپ تر کنترول لاندې راشي.
     
    باید ووایو د دې له پاره چې افغانستان ددې ستر دښمن څخه ځان وژغوري باید د هغه له منځه وړلو ستراتیژی ولري او دا ستراتیژی باید په موجوده واقعیتونو ولاړه وي. په دې ستراتیژی کې افغانستان د پنجاپ په وړاندې باالمثل عمل تر سره کړي او پنجاپ دې ته اړ کړي چې د افغانستان ملي ګټې ومني او خوندي شي.
     
    نو ځکه  افغانستان هغه اور چی د بنجاپ له خوا را صادر کړل شوی دی باید بیرته پنجاب ته ولیږی.
    ددی له پاره یوه دقیقه سنجول شوی ستراتیژی په کار ده:
    ددی ستراتیژی عمده موخه باید د پنجاپی استعماری تروریستی رژیم ړنګول او د هغه  تر واک لاندی  د پښتنو ، بلوڅو ازادی  او د افغانستان د خلکو د ددی وحشی رژیم د شر څخه ژغورل و اوسی.


    نوموړی ستراتیژی د پنجاپی استعماری دولت کی د شته واقعیتونو په بنا ، د نړیوالو شرایطو او افغانستان د امکاناتو په تحلیل سره رامنځته کړل شی. په نوموړی ستراتیژی کی باید سیاسی ، دیپلوماتیک ، پوځی ، میدیا او نور فعالیتونه باید ځای کړل شی .

    لکه څنګه چی د پنجاپی استعمار ستراتیژی د افغانستان په وړاندی د افغانستان کمزوری کول او تباهی ده ، افغانستان هم باید ورته ستراتیژی ترتیب او تر لاس لاندی ونیسی. بی د دا ډول ستراتیژی څخه افغانستان بله کومه لاره نه لري.  
    د پنجاپی استعماری دولت ړنګول باید د افغانستان ستراتیژیک هدف وټاکل شی.
    کیدای شی د افغانستان په ستراتیژی کی دا لاندی ټکی شامل شی :
    • نړیوالو ته په ډاګه کړل شی چی پاکستان یو استعماری – تروریستی دولت دی.
    • نړیوالو ته په ډاګه شی چی پاکستان د افغانستان خاوره اشغال کړی ده او افغانستان حق لری چی خپله خاوره بیرته تر لاسه کړي.
    • د پنجاپی حاکمیت لاندی د ازادی بښونکو غورځنګونو څخه سیاسی ملاتړ وشی.
    • د افغانستان په وړاندی مداخله ګرانه تروریستی عملونه باید په خپله په پاکستان کی شنډ کړل شی.
    • د افغانستان د خلکو او د پنجاپ د واک او استعمار لاندی خلکو تر منځ پیوستون رامنځته کړل شی.
    • رسنی باید منظم د پنجاپ په ضد د ازادی بښوونکو غورځنګو مبارزی په هکله خبرونه او راپوټونه خپره کړی.
    • افغانستان باید خپله تاریخی نکشه خپره او هغه باید په رسمی توګه وکاروي.

    باید ووایو چې د دا ډول ستراتیژی نشتوالی ددی سبب شوی دی چې افغانستان د تباهی خواته ولاړ شی. مرکزی اداره نه کولی شی د هیواد کورنی او بهرنی امنیت خوندي کړي.
     
    د کابل چارواکي دا شل کاله کیږي چې د تروریزم د تیوري په نوم دوکه شوي دي او یا یې سترګې پټې کړي دي. او ددې تیوري څخه پنجاپ په خپله ګټه ډیرې لاسته راوړنې لري. د کابل چارواکي تر اوسه په دې نه پوهیږي چې:
    دا تروریزم د کومه شو ؟
    څنګه تمویل کیږي؟
    څنګه اداره کیږي ؟
    د تروریزم څخه سیمه ایز او نړیوال هدفونه کوم دي؟
    په سیمه کې تروریزم په خپله وده نه ده کړي . بلکې دلته تروریزم رامنځته کړل شوی دی. دلته د تروریزم ایجادونکی ، مخته وړونکی پنجاپی استعمار دی. پنجاپی استعمار د تروریزم څخه نه یوازی د افغانستان په ضد کار اخلی بلکی په تروریزم باندی د ولاړ سیاست په توګه په سیمه او نړۍ کی هم کاروي.

    پنجاپی استعمار د خپلو بهرنیو ګټو د تامین د پاره تروریستی ډلی، چین، منځنی ختیز، منځنی اسیا، هند او لویدیز ته لیږي. مګر له بده مرغه د نړی زیاتره هیوادونه د پنجاپی استعمار په دی تروریستی پالیسی باندې سترګې پټوي.
     
    پنجاپ وکولی شول د تروریستی پالیسیو له امله لاندې لاسته راوړنې لري:
    • د ډیورینډ منحوسې کرښې سره نږدې یی پوځي تاسیسات را منځته کړل
    • د ډیورینډ په کرښه یی اغزن تار وغزوه.
    • د کرښې دواړو غاړو خلکو د پاره یې پاسپورټ او ویزه جبري کړه.
    • د تروریزم په ضد جګړې په نوم یې په لسګونو میلیارده ډالر تر لاسه کړل.
    • د قبایلو سیمه یې په اسلام اباد پورې وتړله
    • د افغانستان دولت یې پرینښود چې انکشافی پلانونه تطبیق کړي.

    مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی . د بلې خوا د افغانستان دولت د پنجاپی استعمار لاندی خلکو په وړاندی ملی ، تاریخی او انسانی مسوولیتونه هم لري چی باید هغه ادا کړي.

    د کابل اداره مسوولیت لری چی د افغانستان د هغو خلکو چې د پنجاب تر نیواک لاندې ژوند کوي د هغوی دمبارزو هر اړخیزه ملاتړ وکړي.
    د پنجاب تر نیواک لاندی پښتانه ( افغانان) په ډیرو ستونزو کې ژوند کوي دوی په ډیره بې رحمانه توګه د پنجاپي استعمار د پوځ له خوا وژل کیږی ، کلي ،ښارونه او سیمی یی تباه کیږی.

    د افغانستان حکومت دا ملی مسوولیت لری چی د پنجاپی نیواک لاندې پښتنو (افغانانو) د نجات او بیرته د افغانستان سره د دوی د یوځای کیدو د پاره کار او هڅه وکړي.

    د کابل حکومت باندی د پنجاپی استعمار لاندی د ازادی له پاره پښتني مبارزینو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او هم په سیاسی توګه د دوی مسله په نړیواله سویه مطرح او ترې ملاتړ وکړي.

    تر څو چی د پنجاپی نیواک لاندی افغانانو (پښتنو) خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي او د افغانستان خاوره بیرته د خپل وجود سره یو ځای شوی نه وي تر هغه په سیمه کې سوله اوامنیت ناممکن دی.

     
    پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره دې پایلی ته رسیږو ، چی که چیری افغانستان غواړي  د پنجاپی استعماري – تروریستی اداری مداخلی پای ومومي  او هم خپلو سترو ستراتیژیکو موخو یعنی د پنجاپ د اشغال څخه د افغانی خاورې د ازادی او د یوه متحد افغانستان د جوړیدو ته ورسیږی نو د هغه د پاره د فعالې نړیوالې دیپلوماسۍ په اړخ کې (د سولې تش په نامه خبرو په ګډون) یوازینی لار د پنجاپ له خوا د پیل شوی جګړي ، د بیرته  پنجاب ته د لیږد ستراتیژی عملي کول دي .
     
    اشرف غني کولی شي د ځانګړو نووښتونو  او قوي ټیم په درلودلو سره پنجاپیان د یوې بلې ماتي سره مخامخ کړي.
    په دې وروستیو کې محمد اشرف غني اشاره کړي ده چې : نړۍ مو تر څنګ ده ، موږ سولې ته رسیږو او باید په تدبیر سره مخته ولاړ شو.