هلمند، فراه او کندهار کې د جګړې شدت؛ د دغه ولايتونو مسوولين څه وايي؟ 

روهي (دوه نۍ/۱۳ د غوايي)، له تېرو څو اوونيو راهيسې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړو زور اخېستی دی. هلمند، کندهار او فراه هغه ولايتونه دي چې تېره شپه او نن ورځ په جګړو کې وو. 

طالبانو همدا راز له تېري شپې راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د ناوې او ګرشک ولسوالیو پر یو شمېر پوستو بریدونه پیل کړي دي، خو د هلمند ولایتي اداره وایي، په یادو سیمو کې یې وسلوال ځپلي او د دوي برېدونه یې په شاتمبولي دي.

له دې سره هم مهاله کندهار یو شمېر ولسوالیو کې هم جګړې زور اخیستي او له کبله یې د کندهار- هرات لویه لاره بنده شوې ده. والي روح الله خانزاده وایي وسلوالو د کندهار- هرات ترمنځ لاره د میوند ولسوالۍ اړوند سیمه کې په ماینونو بنده کړې ده.

همدا راز تېره شپه د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د پوځ پر يوه مرکز بريد کې لږ تر لږه ۷ افغان سرتېري وژل شوي دي.