تېرې يوې شپې - ورځ کې افغانستان کې د کرونا ويروس حال؛ د مړينې او تازه پېښو شمېر څومره دي

روهي (دوه نۍ/۱۳ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د کرونا ويروس نېږدې دوه زره شکمنې پېښې ازمويل شوي دي، چې له منځ يې ۱۶۶ پېښې مثبت شوې دي. 

د وزارت مسوولين وايي چې په تېرې يوې شپې - ورځ کې په کرونا ويروس ککړو پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په سلګونه نور له درملنې وروسته رغېدلي او رخصت شوي دي. 

د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په ننګرهار، هرات، کندهار، کابل، لغمان، نیمروز کې په زياتې او په خوست ولايت کې په کم شمېر د کرونا ويروس د درېيمې څپې پېښې ثبت شوي دي. 

د روغتيا وزارت لارښوونه دا ده چې خلک بايد روغتيايي لارښوونې پلې او واکسين تر لاسه کړي. له بلې خوا عام خلک شکايت کوي چې د کرونا ويروس پر ضد واکسين لپاره حکومت د عامه پوهاوي خپرونې او منظم سېسټم نه لري او خلک نه پوهيږي چې چېرته او کله دا واکسين تر لاسه کړي.