روهي (دوه نۍ/۱۳ د غوايي)، تیره ورځ د تخار ولايت رستاق ولسوالۍ کې د پيرقل په نوم يو پخوانی جهادي او د دوستم نیږدې پوځي قوماندان ووژل شو.
يو سرچينو ويلي چې نوموړی تېره ورځ په رستاق ولسوالۍ کې. طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی او ځيني نور بيا وايي چې پير قل پسې نښلونکي ماين چادونه کړې.
خو د مصالحې عالي شورا مرستيال او د عبدالرشيد دوستم نېږدې کس بابر فرهمند وايي چې پير قل په يوې موخيزې پېښې کې وژل شوی.
د بابر فرهمند په وينا، چې قومندان پير قل طالبانو سره له جګړې وروسته د تخار يو امن سيمې ته راستون شو، سل ساتونکي ورسره وو، زنګ ورته راغی او په پورته کولو سره يې په سر راکټ ولګېد او ووژل شو.
د دغه پخوانی جهادي قوماندان چې اوس مهال يې تخار ولايت کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د وسله والو ډلو مشري کوله، پر وژل کيدو يې ولسمشرۍ ماڼۍ او يو شمير نورو سياسي څېرو خواشیني ښوودلي.
وروستي