پر رسنيو د سرور دانش نیوکه

روهي (دوه نۍ/۱۳ د غوايي)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په يو شمېر رسنيو له دې امله نيوکه کړې ده چې په وینا يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د يوې کړکېچ د شروع کیدو په ډول یيانوي.
 
دانش د رسنيو د نړيوالې ورځې اړوند يوې ناستې کې ويلي دي  چې ځينې رسنۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د وضعیت کړکېچنېدو وړاندوینه کوي او د افغانستان امنيتي ځواکونو وړتیاوې کم لاسه نيسي.
 
د ولسمشر دویم مرستیال دا هم ويلي دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل نه يوازې چې ستونزې به راپورته نه کړي، بلکې د افغانانو د يو کېدو او ملي بسيج لپاره به فرصتونه برابر کړي.
 
نوموړي ډاډ ورکړی دی چې ملت او دولت جوړونه په زور نه کيږي او د‌ بهرنيو ځواکونو په نشتون کې به افغانان وکولی شي چې ملت او دولت جوړونه رامنځته کړي.