روهي (دوه نۍ/۱۳ د غوايي)، د ایران بهرنیو چارو وزارت وياند سيد خطیب زاده وايي چې د افغانستان اوسني وضعيت ايران اندېښمن کړی دی.
د نوموړي په وینا چې داسې ښکاري چې افغانستان د يو کړکېچن پر لور ځي او يو ناامنه افغانستان د ايران او سيمې هېوادونو په ګټه نه دی.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره له بل هر چا ډېر امریکایي چارواکي او لوېديځې رسنۍ د کورنیو جګړو او د اوسني نظام د چپه کیدو وايي.
له ایران وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم له يو ترکيي تلويزيون سره په خبرو کې ويلي وو چې افغانستان کې د کورنۍ جګړې ويره شته.
له بلې خوا، افغان حکومت طالبانو سره په خبرو او سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي او په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو له خوا د نظام ساتنې ډاډ ورکوي.
وروستي