ولسمشر غني د لوګر نننی موټربم برید وغندلو

روهي (جمعه/۱۰ د غوايي)، نن ماښام له روژه ماتي وروسته، ۶:۵۰ دقيقې د لوګر  مرکز پل عالم کې موټر برید شوی چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ - ژوبله اوښتې ده. لومړنۍ شمېرې ښيي چې پېښه کې تر دیرشو کسان وژل شوي او تر اوويا نور ټپيان دي. 
 
د لوګر د ولایتي شورا مشر رسنيو ته ويلي دي چې موټربم برید مرکز پل عالم کې د ازرې ولسوالۍ په قومي مېلمستون شوی چې شااوخوا کورونو ته هم په تلفات رسیدلي دي. 
 
ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپراوي سره برید غندلی. خبرپاڼه کې د برید مسوولیت د طالبانو پر غاړه اچول شوی دی. کورنيو چارو وزارت هم دغه برید د طالبانو کار بللی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او کومې بلې ډلې هم تر اوسه د برید مسوولیت نه دی منلی.