کابل کې د امریکا سفارت چارسمبال، ویلسون: کالونه وړاندې په دې پوهه وو چې د افغانستان جګړه نه شو ګټلی

 
روهي (پنځه نۍ/۹ د غوايي)، کابل کې د امریکا متحدو ايالتو چارسمبال يا سرپرست سفير ويلسون وايي چې امريکا کالونه وړاندې دې پايلې ته رسېدلې وه چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی.
د نوموړي په وينا چې دوی ته دا مالومات وو چې د افغانستان جګړه کړکېچ کې ده او له پوځي لارې بریا يې ناشونې ده.
نوموړي له طلوع نيوز سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي دي دي چې د افغانستان د ستونزې حل يوازې سياسي لار او خبرې دي او دوی له وړاندې په دې پوهه شوي وو.
نوموړي دا هم ویلي دي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنیو جګړو پيل د هېڅ لوري په کټه نه دی.
د متحدو ايالتو د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې پر بنسټ د همدې کال د سپټمبر مياشتې تر یوولسمې نیټې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.