احمد ضياء مسعود: د مجاهدينو له راتګ وړاندې ډاکټر نجيب په بشپړ ډول احمد شاه مسعود ته تسليم شوی وو


روهي (پنځه نۍ/۹ د غوايي)، د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال او د احمدشاه مسعود ورور احمد ضياء مسعود وايي چې کابل ته د مجاهدينو حکومت له راتګ او اسلامي دولت له جوړېدو وړاندې ډاکټر نجيب الله احمد شاه مسعود ته حکومت تسليم کړی وو. 
 
نوموړي د مجاهدينو د بريا يا غوايي اتمې په اړه په پيغام کې لیکلي دي چې هغه مهال احمد شاه مسعود د کابل په شمال کې وو او دا هڅه يې نه کوله چې کابل ته مسلح دننه شي. 
 
احمد ضياء مسعود دا هم لېکلي دي چې ګلبدين حکمتيار د تسليم شوي کابل د نيونې پلان درلود؛ که څه هم احمد شاه مسعود ګلبدين حکمتيار ته ويلي وو چې له دې کار تېر شي خو ګلبدين حکمتيار ونه منله. 
 
نوموړي وړاندي دا هم ويلي چې د ډاکټر نجيب الله کمونيسټي حکومت د خلکو ټول ملي او ديني ارزښتونه سپک ګڼل او د شخصي او ټولنيز ژوند په هرې برخې کې يې لاس وهنې کولې.