جوبايډن: افغانستان کې زمونږ مطلب پوره شو؛ نور بهر کيږو 

روهي (پنځه نۍ/۹ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن وايي چې امريکايي پوځيان نېږدې شل کاله وړاندې افغانستان ته لاړ او د دوی هدف تر لاسه شوی دی. د جوبايډن په وينا چې اوس مهال اسامه بن لادن وژل شوی او همدا ډول القاعده کمزوې شوې ده، او د دوی موخې وې چې تر لاسه شوي. 

نوموړي تېره شپه د امريکا مشرانو او ولسي جرګو ته په وينا کې ويلي دي، چې د القاعده مشر اوسامه بن لادن په خپلې سزا ورسېد او د القاعده ګواښ له افغانستانه کمزوری شوی دی.

جوبايډن زياته کړې، "موږ بن لادن ته سزا ورکړه. موږ په افغانستان کې د القاعده ګواښ کمزوری کړ. له شلو کلونو میړانې او قربانۍ وروسته اوس یې وخت دی چې دغه ځواکونه بېرته وطن ته ستانه کړو."

د يادونې ده چې د جوبايډن په مشرۍ د امريکا حکومت له افغانستانه خپل وتل غير مشروع ګرځولی او ويلي دي چې د سپتمبر تر يوولسمي وځو.