روهي (پنځه نۍ/۹ د غوايي)، د راپورونو له مخې کابا ولايت کې وسله والو غلو هڅه کړې چې يو امبولانس غله کړي. پېښه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې شوې.
د عبدالجبار په نوم د امبولانس د ټپي شوي چلونکي کورنۍ وايي چې غلو په دې بهانه چې يوه جنازه بغلان ولايت ته لېږدوي، دی هلته غوښتی، ډزې يې پرې کړې او ټپی کړی يې دی.
پوليس وايي چې په اړه يې څلور کسان نېولي دي او دوی دا هم منلې ده چې امبولانس يې تښتولو او عبدالجبار نوموړي ډاريور يې ټپي کړی.
وروستي