
روهي (څلور نۍ/۸ د غوايي)، يو شمیر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د هېواد ځینو سیاسي مشرانو ته طالبانو ليکونه لېږلي او ورڅخه یې په انفرادي ډول يې د سولې خبرو غوښتنه کړې ده.
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم دغه ډول ليک رسېدلی دی. د مصالحې عالي شورا وياند فریدون خوځون هم دا مني خو وايي چې د دوی ځواب دا وو، چې د سولې خبرې له يو څرګند آدرسه او د حکومت په چوکاټ کې کوي.
رسنيو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه هم لیکلي دي چې طالبانو ده ته هم ليک لېږلی او ورڅخه يې د شخصي خبرو غوښتنه کړې.
طالبانو او افغان حکومت تر اوسه د دغه راپورونو په اړه څه نه دي ويلي. له افغان حکومت د نړيوالې ټولنې غوښتنه دا وه چې د استانبول ناسته کې له يو مشخص دريځه برخه واخلئ.