ولسمشر غني: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل کیږي، په تجهیزاتو کې به یې ستونزه رامنځته نشي

روهي وېب پاڼه (درې نۍ/۷ د‌ غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ د اوبو او انرژۍ اونیو اړوند ناسته کې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي. 
 
ولسمشر د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به تمیول شي او په وینا یې په تجهیزاتو کې به یې ستونزه رامنځته نشي.
 
نوموړي وړاندي زياته کړې ده، "د نړیوالو مناسباتو له اړخه، افغانستان انزوا ته نه ځي، افغانستان نه هیریږي... موږ د نړیوالو مناسباتو پیلولو د نوي ګامونو پورته کولو په حال کې یو. پوره ډاډ ولرئ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل کیږي، په تجهیزاتو کې به یې ستونزه رامنځته نشي."
 
ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته په پيغام کې ويلي دي، "طالبانو پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ؟ نور مو پلمه چې تاسې له خارجیانو سره جګړه کوئ، ختمه ده. کله چې بایډن د ځواکونو د ویستو اعلان وکړ، نو موږ وویل چې پرېکړې ته یې درناوی لرو او پر عملي کارونو کار کوو."