ننګرهار کې ناڅرګندو وسله والو پنځه تنه په ډزو ووژل او درې ټپيان دي

روهي (درې نۍ/۷ د غوايي)، تېره شپه د ننګرهار ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د شپې ناوخته ناڅرګنده وسله والو اته تنه په ډزو وژلو او درې نور يې ټپيان کړي دي.
 
ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل په دې اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "متاسفانه تېره شپه نږدې 12 بجې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ په سدې سيمه کې وسله والو  د یوه کور مخې ته په دېره کې ناستو کسانو باندې ډزې کړي چې له امله يې پنځه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي.
پېښه د تفسير په نوم د وسله والو طالبانو پخواني غړي په دېره کې شوې چې د نوموړي او ورور په ګډون يې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
کشفي او امنیتي ارګانونه ته مو دنده سپارلې چې د دې پېښې انګیزه وڅيړي او د عاملينو په نیولو کې جدي اقدامات وکړي."
 
له دې وړاندې ننګرهار ولايت کې د تراويحو لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې شوې وې چې د يوې کورنۍ اته غړي په کې وژل شوي وو.