جواد ظريف داسې څه ويلي، چې رسنيز او جنجالي بحثونه ترې جوړول شول

روهي (دوه نۍ/۶ د غوايي)، له تېرې ورځې راهيسې ايرانۍ رسنۍ د ياد د هېواد د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف څرګندونې د خبرونو سرټکي جوړ کړي او پراخه بحثونه راپورته کړي دي. 

دا ظريف دا څرګندونې اووه ساعته دي. دی د خپلو خبرو په يوې برخې کې د ايران د سپاه پاسدران ډلې د وژل شوي مشر قاسم سليماني په اړه شکايت کوي. دا ثبت شوی رېکارډ کې پخوانۍ خبرې؛ شپږ - پنځه کاله وړاندې پخوانۍ خبرې هم شته. 

ظريف ويلي دي چې دی د ايرن د بهرنيو چارو وزير دی، خو دی د سوريې په جګړه کې د هغه وژل شوي جنګاليو چې ايران ملاتړ کوي مالومات نه لري. ظريف ويلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري ده سره دا مالومات شريک کړل خو د ايران استخباراتو له ده دغه مالومات پټ ساتلي وو. 

د ظريف د دغه اووه ساعته خبرو ځيني نورې برخې اوسنۍ او څو کاله وړاندې دي. ظريف يو ځای کې شکايت کوي چې د ايران سپاه پاسدران لوړپوړي کسان په دې پوه شوي وو چې اوکراينۍ الوتکه يې وېشتلې ده، خو بيا يې هم ده ته حال نه ويلو او ترې غوښتي يې وو، چې دی دې ټوېټ وکړي او ودې لېکلي چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدله ده. 

د ايران بهرنيو چارو وزير هم دا مني چې د جواد ظريف شخصي خبرې رسنيزې شوې دي او زياتوي چې نه وه په کار چې داسې يو کار شوی وای؛ شخصي او حکومتي مسايل توپير لري، هر شی بايد عام نه شي.