د عدلې وزیر پکتيکا ته په خپل رسمي سفر کې د یوه سمبال زندان د ودانې د رغولو ژمنه وکړه!

 پکتیکا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسؤول  مخلص افغان
۱۳۸۹کال د جدي ۳۰ مه
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلې وزیر ښاغلي حبیب الله غالب او ورسره پلاوي د پکتیکا والي ښاغلي محب الله صمیم، د ولایتي شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده او ګنو اداري چارواکو سره په یاد ولایت کې د عدلي او قضايي چارو  همدا راز د محبوسینو په ستونز د خبرو آترو تر څنګ د یوه سمبال زندان د ودانې د رغولو ژمنه وکړه.
په پیل کې د پکتیکا والي ښاغلي محب الله صمیم د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلې وزیر ښاغلي حبیب الله غالب او ورسره پلاوي د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په دې ولایت کې د عدلي او قضايي چارو د مالوماتو په ترڅ کې د سمبال زندان د ودانۍ، مسلکي پرسونل او قضیانو نشتون هغه ستونزې وبللې چې د یاد ولایت وګړي ورسره مخ دي
د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده او د سولې او بیا پخلاینې شورا مرستیال حاجي ابراهیم د ورته ستونز یادونه وکړه او زیاته یې کړه چی په پکتیکا کې د عدلي او قضایي چارو پر وړاندې پرتو ستونز د حل غوښتنه وګړه.
وروسته  د عدلې وزیر ښاغلي حبیب الله غالب په خپلو خبرو کې یادو ستونزو حل د خپل کار لومړيتوب وباله او د دغه ولایت سره یی د یوه سمبال زندان د ودانۍ د رغولو ژمنه هم وکړه
چې له غرمې وروسته راغلي پلاوي او د پکتیکا ولایت مشرتابه ددې ولایت د مرکزي زندان او عدلې ریاست څخه هم لیدنه وکړه
 
 
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند
۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰