تر دوه اوونيو به امريکايي ځواکونه درې پوځي اډې او يو هوايي ډګر افغان ځواکونو په اختيار کې ورکړي؛ دا کومې اډې دي؟

روهي (نۍ/۴ د غوايي)، د متحدو ايالتو د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې ده چې له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهير د مې مياشت کې پيل او د سپټمبر تر ۱۱مې نیټې به بشپړ شي. 
 
د مالوماتو پر بنسټ  تر دوه اوونيو به امريکايي ځواکونه درې پوځي اډې او يو هوايي ډګر افغان ځواکونو په اختيار کې ورکړي. 
 
د هلمند په شورابک ولسوالۍ کې د بیسشن پوځي اډه، کابل کې د ایګرز پوځي اډه، د وردګ ميدان په چک ولسوالۍ کې د کوپ پوځي اډه او د کندهار  پوځي هوايي ډګر په دوه اوونيو کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي. 
 
د اسوشېټيډ پرېس د راپور پر بنسټ د متحدو ايالتو د استخباراتي ادارې يا CIA مشر ويليام برنز په همدې پار افغانستان ته راغلی وو او له افغان چارواکو سره يې کتلي دي.