د بیمې سوداګریزې چارې په افغانستان کې

له کله نه چې انسان الله تعالی په نړۍ کې پيدا کړی دی له همغې شیبې را په دېخوا امنیت او هوساینه د انسان له اصلي اندېښنو او موخو څخه ګڼل کيږي. دا ځکه چې طبعي پېـښو انسان د پیدایښت له شیبې څخه تر نن ورځې ډېر ځلې ځوره ولی او په دې برخه کې یې بېلابېلي ستونزي لېدلي او ګاللي دي. له همدې امله انسانان تل د يوې لارې په لټه کې دي ترڅو د خپل ژوند او ملکیت خوندیتوب ډاډمن کړي، او شاید چې همدا به د بیمې د تاریخ پیل وي.
 
په سر کې اړینه بولم چې د بیمې په معنی ځان پوه کړو. بیمه په اصل کې یو ډول مالي ملاتړ ګڼل کېږي، چې ېوکس یا ېوه اداره یې د صحي یا مالي زیانونو په مقابل کې د ځان لپاره پېري.د بیمې په هکله عمومي باور پر دې دی، چې په پخوا زمانو کې بیمه د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ او د باربرۍ په برخه کې د بحري بېړیو ملاتړ لپاره رامنځته شوې. دا ځکه چې سوداګرو به خپل توکې د بېړیو په مرسته له یوه ځایه بل ځای ته لېـږدول او د سوداګرۍ په دې برخه کې د خطرنو او سمندري غلو په وړاندې بحري بیمه رامینځته شوه او دغه ډول بیمه د سمندري مالونو بیمې په نوم پېژندل کېږي.
 
که د بیمې تاریخ ته یو نظر وکتل شي بیمه په نولسمه پیړۍ کې د لومړي ځل لپاره د سمندري باربرۍ بېړیو ملاتړ لپاره پلي شوي ده او د بیمې نورې برخی بیا د صنعتي انقلاب نه وروسته په تدریجي ډول د نړۍ په هېوادونو کې پیل شوې.
 
بیمه په لومړي ځل د یونان او روم سوداګرو په کاروبار کې کارولې. په تېرو زمانو کې چې د یونان سوداګرو خپل سوداګریز توکي د بحري بیړیو په مرسته نورو هېوادونو ته لیږدول که د لارو په اوږدو کې توکو ته کوم زیان رسید نو د بیړیو خاوندانو به د توکو زیان ورکوه او د وخت په تیریدو سره د بشر د ذهنونو په برمختګ سره سوداګرۍ هم پرمختګ وکړ او په دې حالت کې د بیمې رامنځته کېدل د ځان او توکو په مقابل کې د اوسنۍ بیمې مفهوم رامنځته کړ.
 
د اوولسمې پیړۍ په په پيل کې انګلیسي سوداګرو او د بېړیو مالکینو په لندن کې د لایډز په نامه ېو تړون تاسیس کړ او دا په حقیقت کې د لایډز بیمې شرکت ؤ چې رامینځته شو او نن ورځ یاد شرکت د بیمې په صنعت کې ترټولو لوی شرکت پيژندل کیږي.
 
بيمې ته په عربۍ ژبه تامين وايي، چې د امن له کلمې سره ريښه لري او د بيمې کلمه د هندي ژبې د بيميه له لفظ څخه اخېستل شوې، چې د ضمانت معنا لري.
 
بیمه په افغانستان کې:
په ګران هيواد (افغانستان) کې په 1334هـ ش کال کې د سوداګرۍ د قانون په 13 لسمه ماده کې د بيمې يادونه شوې او په 1351 کال په رسمي جريده کې د بيمې قانون خپور شو. د وخت په تيريدو سره بيمې سوداګريز ارزښت هم پيدا کړ. په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د بیمې شرکت د- د افغان ملي بيمې شرکت  په نوم خپلې کړنې په کال 1343هـ ش کې پيل کړلې یاد شرکت لومړنۍ دولتي تصدي ده، چې خپل خدمات په عالي او مسلکي ډول هېوادوالو ته وړاندې کوي. د یادولو وړ ده، چې د افغان ملي بیمې شرکت د ډاکتر نجیب الله د حکومت په لړۍ کې رامنځته شوي ؤ، چې سهمداران یې د مالیې وزارت، د افغان ملي بانک، پشتني بانک، د قره قل صادرات، د افغان نساجي ښودل شوي دي. د افغان ملي بیمې شرکت د ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته په ټپه و درېد خو په هېواد کې د موقتې ادارې په رامنځته کيدو سره دغه شرکت خپلې کړنې يو ځل بيا پيل کړلې، چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس لخوا په 1387هـ ش کال کې د بيمې نوي قانون توشيح، چې ورسره يو شمير نورو شرکتونو هم د افغانستان له ماليې وزارت څخه د کړنو جوازونه تر لاسه کړي، چې فعلا په هېواد کې فعالیت لري.
 
په هېواد کې د بيمې نوي قانون بيمه داسې تعريف کړې:״بيمه د بيمه کوونکي او بيمه کېدونکي ترمنځ عقد دی چې په ليکلي توګه صورت مومي او پر موجب يې بيمه کوونکی د ټاکلي حق البيمې د اخېستلو په وړاندې د مقابل لوري د زيان د جبران ژمنه کوي״ په عمل کې بیمه داسې یوه کړنه ده، چې یو شخص هر ډول خطر او ګواښ، چې ممکن د هغه ځان یا مال ته مواجه وي د مشخصي حق البیمې د ورکړي په صورت کې د بیمې شرکت ته انتقال کړي، چې د خطر او ګواښ د رامینځته کېدو په صورت کې د بیمې شرکت دغه ګواښ تادیه کوي.
 
 دبيمې له تعريف څخه داسې جوتيږي چې بيمه په خپله د ګواښونو مخنيوی نه کوي بلکې ګواښونه د بيمې کمپنۍ ته ليږدوي چې د بيمې کمپنۍ  د ګواښونو يا زيانونوپه مقابل کې حق البيمه تر لاسه کوي.
 
د بیمې د اصطلاحګانو معنا وې:

  • بیمه کوونکی  (د بیمې شرکت): هغه حکمي شخص ته ویل کېږي، چې د قانون د حکمونو په  مطابق يې د بیمې شرکت تاسیس او د فعالیت جواز لیک يې د مالیې له وزات څخه ترلاسه کړې وي.
  •  بیمه کېدونکی: هغه حقیقي یا حکمي شخص ته ویل کېږي، چې د ځان یا د بل په ګټه د بیمې له ډولونو څخه د يوه د اخیستلو لپاره اصالتاً یا وکالتا بیمه عقده وي.
  • حق البیمه: هغه وجهه ده، چې بیمه کېدونکي يې د بیمې د تړون په وړاندې بیمه کوونکي ته ورکوي.
  • د زیان جبران: د زیان جبران هغه نغده وجهه یا هغه عوض دی، چې د پېښې یا خطر د رامینځته کېدو او د زیان د تثبېتېدو په صورت کې بیمه کېدونکي ته ورکول کېږي.
  • د بیمې موضوع: د بیمې موضوع  د انسان یا حیوان حیات، چې له مړینې یا معلولیت سره مخامخ کېږي، یا جنسونه، شیان، چې د مشتري ملیکتونه دي او دغه ملکیتونه د تاوان او زیان سره مخامخ کیږي د بیمې موضوع ګڼل کېږي.
  • بیمه لیک: هغه حقوقي سند دی، چې د بیمه کوونکي له خوا د بیمې له قرارداد وروسته بیمه کېدونکي ته تسلیمېږي
  • پېښه: هغه حالت ته ویل کېږي، چې په پلي کېدو سره یې بیمه کوونکی د بیمه لیک په استناد د زیان د جبران ادعا کوي.
  • د بیمې زېرمې:  هغه مالي وجوه دي، چې د بیمه کوونکي له عایداتي سرچینو څخه د زیان د جبران، عملیاتي لګښتونو او د ډډه لګوونکو (اتکایي) بیمو د ورکړې په مقصد رامنځته کېږي.
  • اتکایي بیمه ( ډډه لګوونکي بیمه) : اتکایی بیمه په اصل کې د خطرونو او ګواښونو ویش دی پر مختلفو بیمه کوونکو باندې، چې د قرارداد یا موافقه لیک د عقدولو پر بنسټ صورت مومي.
  • له الزام پرته جبران (Exgratia): په استثنایي حالاتو کې د بیمه کوونکي د قانوني مکلفیت لرلو پرته د بیمه کېدونکي د زیان جبران ورکول دي.
 
د بيمې د تړون ځانګړتياوې:
  • تړون بايد په ليکلي ډول وي.
  • په دې تړون کې دوه خواوې شاملې وي، چې د بیمه کوونکي او بیمه کېدونکي په نوم یادېږي.
  • د بيمې تړون د ځانګړيو پيسو لپاره وي، چې د حق البیمه په نوم یادېږي.
  • که بیمه کېدونکی خپلې پيسې یا حق البیمه په خپل وخت ادا نکړي تړون لمنځه ځي.
  • دا تړون د زيان ورکولو تړون وي.
 
بیمه د لاندې پېښو او خطرونو په وړاندې صورت مومې:
  • بیمه د هغه پېښو او خطرونه په وړاندې، چې هوایي، ځمکنیو، سمندري، نقلیه وسایطو او بارونو، سفرونو، د نا څاپه طبیعي پېښو لکه زلزله، سېلاب، طوفان، په صنعتي ، ودانیزو، خدماتي او نورو ورته موسېسو کې، چې د کار څخه را پیدا شوې پېښې او خطرونه پېښېږي صورت مومي.
 
 د بیمې ډولونه :
  • د روغتیا بیمه: پدې ډول بیمه کې ناخبره پیښي او داسې ناروغۍ چې دهغي درملنه په کورنیو او بهرنیو روغتونونو کې ترسره کیږي د روغتیایي بیمه لیک دشرایطو سره سم د پوښښ لاندې راځي.
  • د ژوند بیمه: د ژوند بیمه هغه تړون ته ویل کېږي، چې د بیمه کوونکي او بیمه کېدونکي ترمینځ د عمر تر پای پورې د بیمې د پرمیم تادیاتو او د یادې بیمې د شرایطو به بدل کې عقد کېږي، چې د بیمه کېدونکي د مړینې وروسته يې وارثانو ته د بیمې له شرکت څخه یادې پیسي یا ګټه ورکول کېږي.
  • د سفر بیمه: د سفر بیمه په نړیواله کچه له یوې میاشتې څخه الی شپږو میاشتو پورې وي. دا په دي معنی شوه چې تاسو کولي شې د سفر په وخت کې خپل ځان د سفر بیمې د شرایطو په مطابق ځان او مال بیمه کړی.
  • د اور لګېدنې بیمه: د اور لګېدنې بیمه ېو داسې تړون دی، چې د بیمې شرکت یې د بیمه کېدونکي سره د یوې معلومې مودې لپاره عقد کوي، که چیرته ترټاکلې مودې پوري توکو ته د اور لګېدنې له کبله زیان ورسېږي نو زیان یې د بیمې شرکت جبران کوي، او که تر ټاکلې مودې پورې توکو ته د اور له کبله کوم زیان نه رسېږي نو په دې وخت کې د بیمې شرکت د زیان له ورکولو څخه خلاصېږي.
  • بحري بيمه: بحري بيمه هغې بيمې ته وايي، چې دبيمې شرکت  د هغو ټولو زيانونو د ورکړې تړون له بيمه کېدونکي سره وکړي، چې بيمه شوي توکو ته په سمندر کې اوړي.کله چې يو سوداګر خپل توکي بيمه کړي که په سمندر کې توکو ته کوم زيان رسيږي نو سوداګر له دې زيان څخه خلاص دي بلکې دا زيان به دبيمې شرکت ورکوي.
  • د حادثې بيمه:د حادثې بيمه په اصل کې داسې یو تړون دی چې د بیمه کوونکي او بیمه کېدونکي ترمینځ د یوې معلومې مودې لپاره عقد کېږي، که چیرته د حادثې په صورت کې ځاني او یا مالي زيان بیمه کېدونکي ته اوړي نو د بیمې شرکت به دا زیان جبران کوي دا ځکه چې د بیمې شرکت ته بیمه کېدونکی هره میاشت یو معلوم مقدار پرمیم (حق البیمه) پرداخت کوي.
 
د بیمې نور خدمات په لاندې ټکو کې ښودلای شو، چې د مالیې وزارت له خوا د بیمې شرکتونو ته يې د عقد کېدلو جواز ورکړی.
 
 
  • هوایې بیمه، د سوداګریزو توکو بیمه، د کار کونکو بیمه، د شخصي پېښو په وړاندې بیمه، د زده کوونکو او محصلینو بیمه، د وسایطو بیمه ښودل شوی.
 
د یادولو وړ ده، چې په هېواد کې د سوداګریزو چارو په برخه کې د دولت له خوا ډېر واضح او روښانه قوانین وړاندې شوي، چې د یادو قوانینو په رڼا کې هر سوداګر خپلې سوداګریزې چاري پرمخ وړي، له همدې کبله د مالیې وزارت د بیمې په برخه کې ځانګړي قوانین د بیمې شرکتونو لپاره وړاندې کړي دي او د بیمې هر شرکت مجبور دی، چې د بیمې د قوانینو په رڼا کې خپل خدمات د هېواد والو لپاره وړاندې کړي دا ځکه، چې د مالیې وزارت د بیمه کوونکو د چارو سمون او د هغوی له فعالیتونو څخه د څارنې مسؤل دی.