کرونا په هند کې: يوه ورځ کې درې لکه کسان پرې اخته او دوه زره ترې مړه کيږي 

روهي (پنځه نۍ/۲ د غوايي)، اوس مهال د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله هندوستان کې د کرونا ويروس څپه شديده شوې ده. هندوستان اوس مهال ل برازيل او امريما متحدو ايالتو ډېر ځپل کيږي. 

د تېرې ورځې شمېرې ښيي چې په ۲۴ ساعتونو کې هندوستان کې له درې سوه زره ډېر کسان په دې وژونکي ويروس ککړ شوي او همدا ډول دوه زره کسان مړه شوي دي. 

د مړينې د لوړو شمېرو له امله هغه کسان چې خپل مړي سوځوي بايد په نوبت او انتظار کې پاتې شي، ترڅو د سون په خونو کې ورته نوبت ورسيږي. همدا ډول د هندوستان مسلمانان په نوبت خپل مړي خاورو ته سپاري. 

د کره شمېرو پر بنسټ تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې  د کورونا وېروس تر ټولو لوړې کچې (د ۳۱۴۸۳۵ مثبتو پېښو) ثبتولو سره په نړۍ کې ریکارډ جوړ کړی دی.په همدې موده کې هند کې د کورونا وېروس له کبله ۲۱۰۴ کسان مړه شوي دي.