سرچينې: طالبانو د استانبول ناسته کې ګډون کولو خو دوه شرطونه يې درلودل 

روهي (پنځه نۍ/۲ د غوايي)، ټاکل شوې وه چې د امريکا متحدو ايالتو په وړانديز، د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناسته د اپريل په ۲۴مه نېټه تر سره شي، خو دغه ناسته تر کوچني اختر وروسته شوې او کره نېټه يې نه ده ټاکل شوې. 

د ترکيې بهرنيو چارو وزارت د استانبول ناستې د ځنډ ويلي، خو لاملونه يې چې د  ياد کنفرانس د ځنډ سبب شوي، نه دي په ګوته کړي. يو شمېر سرچينو لېکلي چې د طالبانو د ګډون له امله د استانبول ناسته پر ټاکل شوې نېټې نه کيږي. 

يو شمېر رسنيو لېکلي دي چې طالبانو د دوه شرطونو په منل کېدو سره، استانبول ناسته کې ګډون کولو؛ د ملګرو ملتونو له تور نوملړ د طالب مشرانو د نومونو اېستل او د اووه زره طالب بنديانو خوشي کېدل، د طالبانو دوه شرطونه وو. 

د ملګرو ملتونو، ترکيې، امريکا، قطر او پاکستان استازو ډپلماټيکي هڅې وکړې ترڅو طالبان وهڅي چې د استانبول ناسته کې برخه واخلي. 

وروسته له هغې چې جوبايډن د مې مياشتې د لومړۍ نېټې پر ځای تر سپټمبر يوولسمې نېټې د امريکايي پوځيانو د وتلو وويل، طالبانو يې په غبرګون کې وويل چې دوی به د بهرنيو ځواکونو په شتون کې په هېڅ کومې ناستې کې برخه وانه خلي. 

طالبان وايي چې د دوحې هوکړې اړوند د مې مياشتې پوري بايد ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان وتلي ووځي، خو دا چې امريکا دا موده وغځوله، نو مسووليت يې هم د واشنګټن په غاړه دی.