چين د نړۍ دويم ستر اقتصادي ځواک شو


په 2009 کال کې د چين اقتصاد تر 10 سلنې زياته وده وکړه او په دې توګه يې له جاپان څخه د نړۍ د دويم اقتصادي ځواک مقام ونيوه. د جاپان د (ان اچ کي) تلويزيون د رپوټ له مخې د چين د رسمي شمېرو له مخې دغه هېواد په 2009 کال کې تر لس سلنې زياته وده وکړه ا و په همدغه موده کې يې د جاپان تر ناخالص توليد زياتوالی وښود او په دې توګه تر امريکې وروسته د نړۍ دويم اقتصادي ځواک شو.
د تېرکال په وروستيو دريو مياشتو کې د چين اقتصادي وده 9.8 سلنه او د تېرکال په جنوري او ډسمبر کې 10.3 سلنې ته رسېدلې وه.
اقتصادي کارپوهان د چيني شرکتونو لپاره پراخې دولتي اسانتياوې ، مخ پر ودې هېوادونو ته د چين د صادراتو زياتوالی او د يوان د بيې تيټه کچه د ودې مهم عوامل ښودلي.