په برتانيه کې د والګې له امله د مړو شمېر 254 کسانو ته ورسېد


د برتانيې د روغتيايي ادارې د رپوټ له مخې په برتانيه کې له مني راهيسې د والګې د ناروغانو او تلفاتو شمېر زيات شوی او د دغې ناروغۍ له امله د مړو شمېر 254 تنو ته رسېدلی. د رپوټ له مخې له دغه شمېر څخه 195 تنه يې د (ان 1 اچ1) يا د خنزير د والګې له امله مړه شوي دي. د رپوټ له مخې اوس د خنزير د والګې سخته څپه تېره شوې او د هغو کسانو شمېر چې د ناروغۍ له امله روغتون ته راځي ، په سلو زرو کې له 108 کسانو څخه 67 کسانو ته راکم شوي.