کدودانې چېنجی (Taenia)؛ که پرې اخته وی، کومې نښې لري او بايد څه وکړئ چې پرې اخته نه شئ؟ 

انګلېسي عام نوم يې beef tapeworm دی، يانې پټۍ يا فتې په ډول د غوايي چېنجی؛ علمي نوم يې (Taenia saginata) دی چې د (Taeniarhynchus saginatus) لنډ حالت دی. کدودانې چنيجي ته په دري کې (کرم نواری ګاو) وايي. دغه چينجي ته پښتو کې او دري ژبو کې د کدو او يا هم کدو دانې چينجی وايي؛ دا چې ولې له دغه چيني سره د کدو، غوايي او پټۍ کلمې کارول کيږي وروسته يې بشپړه تشريح وړاندې کوو. 

۱- ولې ورته کدودانې يا غوايي چينجی وايي؟ 
دغه چينجۍ د پټۍ يا فتې په ډول اوږد دی، بدن يې له کوچنيو - کوچنيو بندونو جوړ دی او دغه بندونه د کدو دانې بڼه لري او دا چې ډېری په غواګانو کې شتون لري او له هغې لري د انسان بدن ته لار پيدا کوي، د غوايي يا په انګلېسي کې د beef کلمه ورسره کارول کيږي. 

۲- د کدودانې چينجي ډولونه: 
په لويه کې دغه چينجی په شپږ ډوله دی، چې تر ټولو عام يې د غوايي کدودانې چينجی يا Taenia saginata دی. په شپږو ډولونو د کدو دانې چينجي وېشنه ځکه شوې ده، چې دغه چينجی خپله طفيلي دوره په شپږو ژويو کې تېروي او بيا د انسان وجود ته داخليږي، نو دا چې د کدودانې چينجي میزبانان شپږ ژوي (حيوانات) دي نو پر همدې اساس په شپږو ډولو هم وېشل شوي دي.  د بېلګې په ډول، Taenia saginata، په غوايانو کې شتون لري، Taenia solium د خنځير له غوښې د انسان وجود ته دننه کيږي او Diphyllobothrium latum د کبانو په وجود کې يو پړاو تېروي او بيا له هغې وروسته د ماهي د غوښې په وسيله د انسان وجود ته لار پيدا کوي. په دې ټولو ډولو کې ډېر مضر او خطرناک يې، Taenia solium يا د خنځير د کدودانې  چينجی دی، چې د خنځير د غوښې له خوړو د انسان بدن ته دننه کيږي. 

۳- هغوی چې کدوانې چينجی ولري دغه نښې - نښانې به لري: 
ډېری ناروغان کې د کدودانې چينجی نښې نه ښکاري. ځيني چې بيا دغه چينجی ولري نو د کلمو حرکتونه يې ډېر او غير نارمل وي، که چينجی پوخ پړاو ته رسېدلی وي نو شديد قبضيت رامنځ ته کيږي او تر دې ويره شتون لري چې کولمې بند شي. د صفرا نل (مجرا) bile duct او د تريخي مجرا يا pancreatic duct د بندېدو لامل هم د کدو دانې چينجی دی. د زړه بدوالی، اسهال، د اشتها کمېدل، د وزن کمېدل، د منرالونو او ويټامينونو کمښت، د نس دردونه، ستړيا او کمزورتيا د کدودانې چينجي نورې نښې دي. لکه څه ډول مو چې وړاندې ذکر وکړ، د کدودانې چنجيو په ټولو ډولونو کې ډېر مضر او خطرناک د خوک يا حنځير چينجی دی. هغوی چې د خنځير غوښه خوري او دغه چينجی يې وجود ته لار پيدا کړي، نه يوازې هضمي سېسټم يې تر بريد لاندې نېول کيږي، بلکې عصاب، زړه، سترګو او ځيګر يې زيامن کيږي. 

۴- د کدونې چينجي د ناروغۍ درملنه: 
د دغه ناروغۍ تشخيص په مدفوع موادو (Stool) کې کيږي، خو که چېرې هلته سمه پايله ورنه کړي، بيا يې د وينې له لارې تشخيص کيږي. ځيني وخت داسې وي، چې کدودانې چينجي له هضمي سېستم وراېخوا د وجود نور برخې هم زيامنې کړې وي، نو دې وخت کې د CT Scan يا MIR معاينو اړتيا وي، چې اوښتی زيان څرګند کړي. 

د کدودانې چينجي درملنه په دې پوري تړاو لري،  چې ناروغ کوم ډول کدودانې چينجی لري، څومره وخت راهيسې وجود ته دننه شوی او فعال دی او همدا ډول دا چې وجود يې څومره اغېزمن کړی دی؟ د دغه ناروغۍ لپاره ډېر وخت د (praziquantel - Biltricide) په نوم درمل توصيه کيږي. له اغېزمنې درملنې وروسته له ۹۵ سلنه کسانو د معقد له لارې دغه چينجی غورځيږي. 

۵- له کدودانې چينجي خوندي پاتې شئ! 
- د غوا او کبانو نيمه پخه شوي او خامې غوښې مه خورئ. هڅه وکړئ چې د ماهي او غواګانو غوښه تر ۷۰ درجي سنتي ګرېډ حرارت کې پښه شي؛ که چېرې د کدودانې چينجي هګۍ ولري چې د حرارت په وسيله ووژل شي. 

- کدوداني چينجی ډير ځلې له کباب پيدا کيږي، ځکه کباب د نورو غوښو په پرتله کم پخيږي، نو هر کله چې کباب پخوئ، لومړی يې غوښه په يخچال کې د منفي شل درجي سنتي ګرېد لاندې وساتي ځکه منفي شل درجه سنتي ګرېډ کې هم د کدوداني چينجي هګۍ وژل کيږي. 

- تشناب کې له ضرورت وروسته لاسونه په صابون او ګرمو اوبو سره ومېنځئ؛ همدا ډول له ډوډۍ وړاندې په صابون سره لاسونه بايد ومېنځل شي. 

- ځيني ميوې او سبزۍ چې خامې خوړل کيږي، په مالګې او کيمياوي موادو سره مېنځل يې اړين دي.