د ډاکتر ذاکر نايک ځواب؛ هغوی ته چې په روژه کې سګرټ او نسوار کوي

سګرټ  څکول او نسوار کول اسلام کې څه حکم لري؟ آيا حرام دي، مکرو او که مباح دي؟  د اسلامي نړۍ ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د بخاري شريف لومړي ټوک، ۸۵۵ حديث شريف بيان کړی، چې رسول الله فرمايلي دي، هرکله چې هوږه او پياز وخورئ، نو بيا له مونږ لېرې وسئ او جومات ته مه راځئ. ډاکټر ذاکر وايي چې د هوږې او پيازو په خوړولو له جومات څخه منع کولو موخه دا ده چې هوږه او پياز بد او تېز بوی ورکوي، خو د سګرټو بوی بيا له هوږې او پيازو هم تېز دی. ډاکټر ذاکر نايک وايي چې پورته حديث ته په کتو د ډېری عالمانو فتوا دا ده، چې سګرټ او نسوار مکرو عمل دی. 

ذاکر نايک وايي چې د ساينس په پرمختګ سره او وروسته له هغې چې دا څرګنده شوه چې سګرټ يا د تمباکو بل هر ډول د لسګونه ناروغيو سبب کيږي؛ د سږو سرطان، معدې سرطان او د زړه ناروغيو يو له عمده لاملونو سګرټ او تمباکو دي، نو اوس وخت کې د اسلامي نړۍ د عالمانو تر ۴۰۰ فتواګانې شتون لري، چې په کې سګرټ او د تمباکو نور ډولونه حرام بلل شوي دي. ذاکر نايک وايي چې سګرټ د انسان په ضرر دي او دغه سپيڅلي آيت مبارک کې الله تعالی فرمايلي دي، چې په خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاک کوي، نو پايله دا چې په لويه کې سګرټ او د تمباکو نور ډولونه حرام دي. 

وَأَنفِقُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوٓا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
د الله په لار کښي (مال) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه  په هلاكت کښي مه غورځوئ. د ښېګڼي لاره غوره کړئ چي الله ښېګڼه كوونكي خوښوي. (سُوۡرَةُ البَقَرَة: ۱۹۵)


د سګرټو د حراموالي په اړه ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک بل دا دليل راوړي، چې د سګرټو لوګی له هغه کس چې سګرټ څکوي، هغه کس ته ډېر ضرر لري، څوګ چې ور سره نېږدې وي. نو په دې عمل سره سګرټ څکونکی د يو بل انسان ژوند هم په خطر کې اچوي او دا ډول کړنې په اسلام کې حرامې دي. 

د پورته مسايل په بيان سره مساله راځي په روژه کې د سګرټ او نسوارو کول او دا دليل وړاندې کول، چې سګرټ او نسوار خو خوراک او څښاک کې نه راځي او معدې ته نه داخليږي. ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک وايي چې روژه مبارکه کې مسلمان له يو شمېر هغه کارونو چې ورته روا دي، منع شوی؛ يانې د ورځې په جريان کې خوراک څښاک نه شي کولی، خپلې ميرمنې سره نېږدې کېدای نه شي او داسې نور. نو کله چې په دې مبارکه مياشت کې د انسان د پاکوالي لپاره ورته حلال کارونه بند شوي دي، نو څنګه شونتيا لري، چې يو حرام کار مسلمان ځان ته حلال کړي. 

دا چې روژه انسان ته د فرصت مياشت ده، ترڅو شوي ګناهونه يې په کې پاک شي او له مرګ وړاندې يو ځل بيا دا چانس پيدا کړي، چې خپل رب ته په کې توبه وباسي، نو ټولې هغه چارې چې د روژې مبارکې اجر کموي او يا هم د روژې د خرابېدو سبب کيږي، بايد تر سره نه شي. 

له بدمرغه افغانستان کې هم يو شمېر ځوانان په دې عقيدو سره چې سګرټ او نسوار خو څه خواړه نه دي چې روژه خرابه کړي او روژه کې منع له خوراک څښاک شوې ده؛ سګرټ څکوي او يا هم نسوار اچوي. دا ډول کړنې مو وړاندې بيان کړې چې نه يوازې د روژې ثوابونه او اجرونه له منځه وړي، بلکې انسان لا نور هم د ګناهونو په درياب کې اچوي. که چېرې مسلمان روغتيايي ستونزې يا بل کوم عذز ولري، نو د اسلام په سپيڅلي دين کې ورته ډېرې اسانتياوې شتون لري او مسلمان کولی شي، چې ورڅخه ګټه واخلي، خو په روژه مبارکه کې له ځان فتواوې ورکول، حرام ځان ته حلال ول، داسې ګناهونه دي، چې انسان د هلاکت او بدبختۍ کندې ته غورځولی شي.