حالت

د ذهني پیاوړتیا لپاره د ټولنې هر اړخیزه مطالعه پکار ده، چې انساني ارزښتونه په خپل غېږه کې خوندي کړي. انسان د همدې تاثر له امله د ټولنیز بدلون لپاره کار کول غواړي؛ خو د دې چارې د تر سره کولو لپاره د افرادو تر منځ د همفکره کېدو لید رامنځته کول اړین دی؛ ترڅو انساني افکار د تعامل او یو بل منلو په میعار باندې عمل وکړي. 

هر انسان د یوه بدلون غوښتونکی وي؛ خو د لید زاویې یې توپیر کوي، د یو منسجم لید لپاره د بحثونو په یو حلقه باندې را ټولېدل پکار دي، چې د هر فرد شخصي او انساني ارزښت پکې وپالل شي. انساني ژوند د ماضي، حال او راتلونکي په اړه د متضادو اړیکو نندارتون په خپل ذهني چاپېریال کې ویني او له دې سره کله د هیلو، کله د ناهیلیو او کله د دواړو حالتونو په پاراډاکسي منظر کې غلی پاتې شي. دلته بیا د ژوند په تېر او راتلونکو روایتونو باندې د حالاتو مطابق پرېکړې او برخورد وشي او هر څه د مبهم حالت څخه راووځي.

 دا ځکه چې د هرې پرېکړې سره د هیلو او نا هیلیو یو بې باوره لښکر مل وي؛ نو انسان په داسې چاپېریال کې د یو نا اټکل شوي حالت سره مخ شي. د حالاتو له بدلون سره د ټولنې بدلون تړلی. دا ځکه چې انسان هم د دې ټولنې د هر بدلون څخه متاثر کېږي، چې څنګه ټولنیز بدلون د مینې او یو بل ته د درناوي لپاره وهڅوي، موږ چې د فردي او ټولنیز بدلون سره خپل فکري لید مل کړو؛ نو هله به د ژوند له پټو او خوږو سره یو ځای شو.