افغان سرتېري يو اېټالوی سرتېری وواژه او يو بل يې تپي کړ

دايساف ځواکونه خبر پاڼه وايي، روانه اونۍ يو اېټالوي سرتېری چې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې ووژل او ورسره يو بل ټپي شو ، د مخالفو وسله والو کارنه بلکې د يوه افغان سرتېري کار و. د لومړني رپوټ له مخې دغه کسان د وسله والو د بريد له امله مړه او ټپي شوي وو. خبر پاڼه وايي، چې دوه اېټالوي سرتېري چې د خپلو وسلو پر پاکولو اخته وو ، د يوه افغان سرتېري له خوا وويشتل شول ، چې يو يې مړ او بل يې ټپي شو.