د امريکايي بمونو له برکته په ارغنداب کې يو کلی له نقشې څخه غيب شو

(مېل انلاين) هغه عکسونه خپاره کړي، چې په هغه کې د امريکايي بمونو له امله د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو کلی په بشپړه توګه له منځه تللی او د نقشې له مخې غيب شوی. هغه رپوټ چې د رسنۍ له خوا خپور شوی وايي، چې امريکايي ځواکونود جنرال (فلاين) په قومندانۍ دوه ځلې هڅه وکړه په ارغنداب ولسوالۍ کې د تاروک کلاچې په نامه ( نوم له انګريزي سرچينې څخه اخيستل شوی ، ښايي اصلي بڼه يې داسې نه وي) يو وړوکی کلی تصفيه کړي ، خو دواړه ځلې له تلفاتو سره مخ شول. تر هغې وروسته د جنرال فلاين په امر پر کلي له هوا څخه 25 ټنه بمونه او له ځمکې څخه ډېر پرمختللي توغندي وورول شول، چې له امله يې کلی په بشپړه توګه له منځه لاړ. تر بمونو وروسته جنرال يوازې رپوټ ورکړ، چې بريد ملکي تلفات نه لرل. ناپييلو سرچينو په سيمه کې د امنيتي ستونزو له امله ونه شو کړای د ملکي وګړو د تلفاتو خبره سپينه کړي، خو په هغو عکسونو کې چې د مېل انلاين له خوا خپاره شوي ، ښودل کيږي چې تر بمبارۍ وروسته کلی په کنډواله بدل شوی.

په عکس کې کلی تر بمبارۍ مخکې او ورووسته :
\"\"