ملګري ملتونه :په افغانستان کې د اپينو بيې لوړيدل د اندېښنې وړ دي

 د مخدره توکو د جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په کابل کې ويلي، چې دوی په افغانستان کې د اپينو بيې لوړيدلو له امله  اندېښنه لري او زياتوي، چې دا به د دې ﻻمل شي، چې بزګران بيا د مخدره توکو کر ته مخه کړي.
د ياد شوي دفتر يوه تن چارواکي يوري فېددتيف ويلي، چې د افغانستان په ختيځ او سويل جګړه ځپلې سيمو کې نا امني د دې ﻻمل شوې، چې بزګران بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي. نوموړي د اپينو د بيو د لوړيدلو ﻻمل، يو ډول ناروغي ښودلې چې تيره کال يې ډېر فصلونه تباره کړل او په دې توګه د اپينو د کمښت له امله په نړيوالو بازارونو کې بيې لوړې شوې.