د ولسمشر غني طرحې ته سپکاوی شوی؛ د مصالحې عالي شورا له خوا پر توحيد شوې طرحې د سرور دانش اته اساسي نيوکې

روهي (درې نۍ/۲۴ د وري)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د مصالحې عالي شورا د توحيد کمېټې له خوا د واحدې او توحيد شوې طرحې سره مخالفت ښوودلی او هغه يې نېمګړې بللې ده.          

سرور دانش لېکلي دي چې دغه طرحې ډېرې نېمګړتياوې  لري چې اند لرونکي او نور شنونکي کسان بايد پرې خپل نظرونه ورکړي. د ولسمشر دويم مرستيال دا هم لېکلي دي چې ياد کمېټې د ولسمشر غني طرحې ته سپکاوی کړی. 

سرور دانش دغه اته مسايل، د مصالحې عالي شورا له خوا پر توحيد شوي طرحه د نيوکو په ډول وړاندې کړي او ورسره مخالفت يې ښوودلی دی. 

۱- هغه ټول طرحې چې مصالحې عالي شورا ته وړاندې شوې وې او تمه دا وه چې دوی به يې سره توحيد کړي، په هېڅ ډول نه دي توحيد شوي، تعادل او توازن په پام کې نه دی نېول شوی. 

۲- دغه طرحه کې د حکومت او ولسمشر غني طرحې ته سپکاوی شوی او هېڅ ډول شننه يې په اړه نه ده شوې. 

۳- دې طرحه کې د انتقالي دولت طرحه چې د زلمي خليلزاد طرحه ده کټ - مټ راوړل شوې ده. 

۴- دغه طرحې د جمهوريت له حوزې د يو غږ د پورته کولو لپاره درزونه او توپيرونه راپورته کړي دي. 

۵- دغه طرحه باندې  د حکومت مشرتابه او د مصالحې عالي شورا مشرتابه پلاوي تر اوسه تصويب نه دی کړی، په کار نه وه چې دا طرحه له وخت وړاندې رسنيزه شي.

۶- دغه طرحه د يوې خوا يا په ډېر څرګند ډول د يو سياسي ګوند طرحه ده او دوی په کې خپلې موخې دننه کړې دي. 

۷- دغه طرحه کې د واک وېش د ولسمشر او لومړي وزير ترمنځ کيږي، چې ولسمشر پښتون او لومړی وزير به تاجک وي. د نورو قومونو ځای او برخه چېرته ده؟ دې طرحه کې نور قومونه درېيمه او دويمه درجه حساب شوي. 

۸- د افغانستان لپاره غوره او مهم نظام چې ستونزې په کې حليږي، هغه رياستي نظام دی چې ولسمشر به په کې څلور مرستيالان ولري.