ځيني لا هم د بُن کنفرانس خوبونه ګوري؛ د ترکيې کنفرانس د بُن کنفرانس ۱۸۰ درجې توپيري مساله ده 

د احمد شاه مسعود په جګړیيزه د برهان الدين رباني په سياسي مشريو؛ جمعيت ګوند د وخت او وضعيت مطابق جګړې کولې. هغه مهال چې هېواد کې شورويان وو، نو د جهاد په نوم يې جګړه پيل وه، چې کله کورنۍ جګړې پيل شوې نو د جهاد نوم يې ورته بدل او له اسلامي دولت يې د دفاع جګړه، له هغې وروسته چې طالبان راغلل نو پورته يادو کسانو خپله قومي جګړه د مقاومت په نوم کړه؛ د جګړې د نوم له تغير سره د دوی سياسي او پوځي مرکز تغير کولو؛ کله به جمعیت، کله به شورا نظار او کله له شمال ټلواله او د شمال اتحاد وو. 

۲۰۰۱ز کال کې د پخوانۍ شمال ټلوالې لپاره زرين چانس وو. ياد کال د طالبانو د واکمنۍ وروستۍ کال هم وو. د مقاومت په نوم د دوی جګړه هم د انساني او مادي ځواکونو له کمښت سره مخ وه. د امريکا کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې او ورپسې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو راتلل؛ د احمد شاه مسعود لوی او واړه قومندانان داسې کسان کړل چې د هېواد په کچه يې د پرېکړو واک او صلاحیت ورکړل. د بُن کنفرانس، نړۍ او امريکا ته تر ټولو مهم کسان د شورا نظار غړي او شمال ټلواله وه. امريکا او نړۍ د طالبانو په ځپلو پسې راغلي وو او په کور دننه همدا شمال ټلواله لا وړاندې طالبانو سره په جګړه کې وه. هم دوی مغرور وو چې له طالبانو سره يې نېږدې پنځه کاله جګړه کړې او هم يې نړيوالو ناز پر سر وړلو. د بُن کنفرانس کې  د طالب ځواک په بشپړ ډول هېر او سترګې پر پټې شوې، چې دا تصور هیچا ونکړ چې تيت - پرک طالب بيا سره ټوليږي او دوی ته به سرخوږی جوړيږي؛ هم په افغانستان کې قومي جوړښت هېر شوی وو. اکثريت پښتون قوم په دې څنډو ته شو، چې د بُن کنفرانس د طالبانو ځای ناستی حکومت ټاکلو او طالبان تر ډېره پښتانه وو، نو فکر داسې وو چې پښتون ته ډېر واک ورکول، طالب ته د واک ورکولو په مفهوم دی. 

د بُن کنفرانس داسې شو، چې افغانستان کې بايد سياست پر قومي ډول وي. لويه او ستره مساله کې بايد قومونه شامل او د هغې پر اساس واک ووېشل شي. ياد کنفرانس نه يوازې چې پښتون قوم له اکثريته راښکته شو، بلکې نور لږکي قومونه هم بيخي هېر شول. په څلور مساوي برخو، هرڅه د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک ترمنځ شول؛ دا پرېکړه ظاهري حقیقت کې بيا تاجک قوم چې له بل هر چا ډېر د طالبانو خلاف وو په سر کې شو؛ هزاره ګان چې محقق او خليلي يې د طالبانو پر وړاندې او ازبکان چې عبدالرشيد دوستم يې د طالبانو خلاف کس وو، دويم او درېيم ځايونو کې راغلل. 

دا وېش تر نن جريان لري، که ولسمشريزو ټاکنو ته پښتون نوماند کيږي، نو خپلې دوه خواوې بايد په تاجک او هزاره او يا هم ازبک ډکې کړي؛ که کابينه کې وزيران وي او نور سياسي واک. له ۲۰۰۱ يو کال پخوا يوازې د برهان الدين رباني په حکومت کې د غير پښتون قومونو نفوذ خو د کورنيو جګړو په درشل کې او له دې وړاندې غير پښتون قومونه د وړتيا پر اساس د حکومت په بطن کې وو، خو د قومي وېش پر اساس نه. ۲۰۰۱ کې د بُن کنفرانس ازبک، تاجک او هزاره ګانو ته دا روحيه ورکړه چې نور نو افغانستان کې هېڅ قوم اکثريت نه دی. اوس څو ورځې وروسته د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناسته جوړيږي. دغه ناسته هم يو څه د بُن کنفرانس ته ورته والی لري، چې له يوې به د بُن کنفرانس په څېر انتقالي دوره رامنځ ته او له بلې خوا د افغانستان د روانې جګړې د پای پرېکړه، ښايي په کې وشي. دغه کنفرانس کې دوه مهم اړخونه سره مخامخ کيږي، طالبان او دې خوا حکومت. طالبانو کې د هر قوم خلک شته خو ډېرۍ برخه يې بيا پښتانه دي. د حکومت له پلوه، پښتون تاجک، هزاره او ازبک واړه شتون لري. له پښتون پرته دا درې قومونه، تاجک، ازبک او هزاره لا هم خوښ نه دي او تصور يې دا دی چې د بُن په ناسته کې دوی سره ظلم شوی او دا هیلې لري، چې دوی به يوه ورځ، چې دا نن دي له دې نور هم ځانونه په واک کې وګوري. 

د استانبول کنفرانس کې هم ښايي د واک وېش وشي. لومړی خو دا مهمه ده چې د افغانستان جګړه او سوله د نړۍ د سترو ځواکونو ترمنځ مساله ده. دا چې طالبان او حکومت سره سوله وکړي، تر ټولو مهمه او بنسټيزه پرېکړه به روسيه او امريکا کوي. روسيه او امريکا به په دې جوړجاړی کوي، چې له جګړې وروسته سوله ييز افغانستان کې به د دوی ګټې څنګه خوندي کیږي؟ د پخواني شوروي له ماتې وروسته نړۍ يو قطبي شوې او په سر کې يې امريکا د هژمون په حيث شتون لري. روسيه چې د امريکا دا زبرځواکي ورته د منلو نه ده او نن تر يو بريده د نړۍ د يو قطبي والي او د امريکا هجمونۍ ته ګواښ هم ګڼل کيږي، د افغانستان په شمول د نړۍ په بله هر برخه کې د امريکا په مقابل کې دريږي. دا چې د طالبانو جګړه د امريکا پر وړاندې ده، نو دا هم شونې ده چې روسيه به له طالبانو سره خواخوږي ولري. که له يوې طالبانو امريکا له جګړې ستړې کړې ده له بلې خوا روسيه به سياسي ډګر کې د طالبانو ملاتړې ده او د طالبانو علاوه هغه وسله والې ډلې چې په سوله ييز افغانستان کې به يې امريکا رامنځ ته کوي او خپلې ګټې به پرې خوندي کوي، روسيه به يې د طالبانو پر مټ مخه نېسي. 

امريکا ته افغان حکومت ور تر غاړې دی او طالبانو سره د روسیې مستقيم او نامستقيم ملاتړ دی. د استانبول کنفرانس اصلي محور به د امريکا او روسيې جوجاړی وي، چې هم به سياسي واک په کې ویشي او هم به د افغانستان راتلوونکی. يانې دا څرګنده ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه او يا په لويه کې د افغانستان دا ۴۲ کلنه جګړه په هېڅ ډول د نړيوالو سترو قدرتونو له نفوذ خالي نه ده. 

اوس چې يو شمېر سياسي څېرې او د پارلمان ځينې غړي د بُن کنفرانس په څېر بيا پر قومي ډول د واک او ځواک خوبونه ويني، تېروتنه کوي؛ د طالبانو قومي جوړښت څنګه دی او څنګه دی؛ يوه مساله، خو طالب ته پنځوس سلنه واک اړين ورکول کيږي او ښايي شونتيا يې له دې هم ډېره وي. پاتې د واک برخه به د اوسني کابل مېشتو وي؛ دلته تر يوه بريده قومي انډول شونی دی. 

پايله کې دا ويل شوو،  چې د استانبول کنفرانس د بُن کنفرانس ۱۸۰ درجې توپيري مساله ده. ياد کنفرانس کې به نه يوازې د افغانستان جګړه پای ته رسيږي، بلکې قومي سياست ته به هم د  پای ټکی کېښودل کيږي. هغوی چې دا شل کاله يې د قومي سياست ټېکه داري وکړه، نور به اړ وي چې حقيقتونو ته غاړه کېږدي.