وينزويلا کيوبا ته انټرنېټ ورکوي

په داسې حال کې، چې په ظاهره سره  سړه جګړه پای ته رسيدلي خو د امريکا دولت شاو خوا نيمه پېړۍ پر کيوبا باندې اقتصادي بنديزونه لګولي دي.
کيوبا هېواد انټرنېټ نه لري او اوس د وينزويلا هېواد، چې له امريکا سره دښمنانانه اړيکې لري دا پرېکړه کړې، چې کيوبا ته انټرنېټ ورکړي. دغه انټرنېټ به لوړ تيزوالی ولري او نوري فايبر پورې اړوند دی. د نوري فايبر دغه لينونه به ټول 1600 کيلومتره اوږدوالی ولري، چې د شنبې په ورځ به وينزويلا څخه پيل شي او د فبروري په دوهمه اوونۍ کې به د کيوبا هېواد تر پلازمېنې پورې وغځول شي.