جمهور رييس حامد کرزی مسکو ته رسيدلی

 جمهور رييس حامد کرزی د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې مسکو ته رسيدلی . ټاکل شوې ، چې له لومړي وزير او په روسيه کې تر ټولو ځواکمن شخص وﻻديمير پوتين او ځينې نورو لوړ پوړو چارواکو سره به ليدنه تر سره شي.نوموړی به نن د جمعې ورځ ، د دغه هېواد له جمهور رييس ديميتري مېدوېديف سره خبرې اترې وکړي .
په دغه ناسته کې به دواړې غاړې پر اقتصادي مسايلو سربيره د مخدره توکو د قاچاق او همدار راز د کورنيو چارو وزارت د کارکوونکو د روزلو په برخه کې هم خبرې اترې وکړي.
د يادولو وړ ده، چې تر اوسه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کارکوونکو ته د جرمني کارپوهانو له خوا ښوونه او روزنه کيدله . د تازه ټاکل شوي وزير بسم الله خان محمدي په راتګ سره  په دغه وزارت کې له يوې خوا پراخه توکميزه تصفيه روانه ده او له بلې خوا د دې وزارت چارې داسې يوه هېواد ته سپارل کيږي، چې د افغانستان په مسايلو کې يې تل ﻻسوهنې درلودې.