د يوې اوونۍ دننه (اپريل ۲- د اپريل ۸ پوري)، افغانستان کې د مرګ - ژوبلې په اړه د نيويارک ټايمز راپور 

روهي (جمعه/۲۰د وري)، نيويارک ټايمز ورځپاڼې د تېرې يوې اوونۍ دننه په افغانستان کې د پوځي او ولسي وګړو د مرګ - ژوبلې په اړه راپور خپور کړی. دغه راپور کې د اپريل مياشتې له دويمې بيا د همدې مياشتې تر ۸ نېټې پوري پېښو ته کتنه شوې. 

- د اپریل په دويمه نېټه  هلمند ولايت کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي؛ 
- د اپريل په درېيمه کونړ ولايت کې درې پوځيان وژل شوي؛ 
- د اپريل په درېيمه تخار ولايت کې يو پوځي کس وژل شوی؛ 
- د اپريل په څلورمه کابل ولايت کې يو سرتيری وژل شوی؛ 
- د اپريل په څلورمه هرات کې يو پوليس وژل شوی؛ 
- د اپريل په څلورمه کابل کې څلور پوځيان وژل شوي؛ 
- د اپريل په پنځمه کابل يو سرتيری وژل شوی؛ 
- د اپريل په څلور هرات ولايت کې پنځه پوځي کسان وژل شوي؛ 
- د اپريل په هلمند ولايت کې اته پوليس وژل شوي؛ 
- د اپريل په پنځه هلمند ولايت کې لس د افغان پوځ سرتيري وژل شوي؛
- د اپريل په پنځمه غور ولايت کې يو سرتيری وژل شوی؛ 
- د اپريل په شپږمه ننګرهار ولايت کې څلور پوليس وژل شوي؛ 
- د اپريل په شپږمه کندهار ولايت کې څلور ولسي وګړي وژل شوي؛ 
- د اپريل په شپږمه کندهار کې په يوې بلې پېښې کې يو ولسي وګړی وژل شوی؛ 
- د اپريل په شپږمه کابل ولايت کې يو پوليس ووژل شو؛ 
- د اپريل په شپږمه بادغيس ولايت کې يو پوليس ووژل شو؛ 
- د اپريل په شپږمه کندز ولايت کې کمانډو سرتيری وژل شوی؛ 
- د اپريل په شپږمه کندز ولايت کې څلور پوليس وژل شوي؛ 
- د اپريل په اوومه ننګرهار ولايت کې دوه ولسي وګړي وژل شوي؛ 
- د اپريل په اوومه زابل ولايت کې يو ولسي وګړی وژل شوی؛ 
- د اپريل په اوومه تخار ولايت کې پولیس وژل شوي؛ 
- د اپريل په اوومه بغلان ولايت کې يو پوليس وژل شوی؛ 
- د اپريل په اوومه بغلان ولايت کې پنځه د پوځ سرتيري وژل شوي؛ 
- د اپريل په اوومه هرات ولايت کې درې پوځيان وژل شوي؛ 
- د اپريل په اوومه بادغيس ولايت کې يو پوليس وژل شوی؛ 
- د اپريل په اوومه بغلان ولايت کې څلور پوليس وژل شوي؛ 
- د اپريل په اوومه هرات ولايت کې يو پوليس وژل شوی؛ 
- د اپريل په اتمه هرات ولايت کې يو ولسي وګړی وژل شوی. 

د نيويارک ټايمز د دغه راپور پر بنسټ تېرې يوې اوونۍ کې ۶۴ حکومتي کسان او ۱۷ ولسي وګړي په مختلفو ولايتونو کې په بېلا بېلو حملو کې وژل شوي دي.