د قابلګۍ اساسات کتاب چاپ شو!

په پښتو ژبه د علمي کتابونو او اثارو نشتون په زده کړه ييز بهير کې له هغو لويو ستونزو څخه دی چې موږ ورسره مخامخ يو، په اړونده برخه کې يوه کوچنۍ هڅه هم ډېره ارزښت لرونکې ده، له همدې جملې څخه تازه (د قابلګۍ اساسات) کتاب چاپ شو، په پښتو ژبه کې د نورو برخو په نسبت د قابلګۍ د معياري کتابونو نشتون د محصلينو لپاره جدي سر خوږی دی، موږ هيله مند يو چې ددې کتاب په چاپ سره به په اړونده برخه کې د يوي لوی بدلون د پيل زېری واورو، ترڅو په کې په سلګونو او زرګونو ټوکه کتابونه چاپ شي، دا کتاب چې ډاکټر شفيقې صديقي ليکلی، مجاهد خپروندويه ټولنې په ۷۴ صفحو کې خپور کړی دی، د قابلګۍ اساسات د قابلګۍ څانګې د درسي کريکلوم سره سم د لومړي سمستر د محصلينو لپاره ليکل شوی، د متن ژبه يې ساده او په اسانۍ د پوهيدلو وړ ده او ددې ترڅنګ د ښه فهم لپاره په ځینو ځایونو کې عکسونه او جدولونه هم په ډېر ښه ډول ځای په ځای شو دي، په پښتو ژبه دې دا نامي زياتونه بختوره شي!