څرنګه چې مو په مخکې لیکنو ورته اشاره وکړه ؛ زموږ د هېواد یو شمېر سیمې او ځایونه د طبیعت ځانګړنو ته په کتو نومول شوې دي چې یو یې هم دولنه ده، چې د جغتو ولسوالۍ سوېل ختيځ لور ته پروت کلی دی؛ د ګربت د غزېدلو لړیو درو څخه یوه وړه دره ده چې د ختيځ څخه لوېدیځ ته پرته ده او د کوګر، خار، چینو، مردلې او نورو په منځ کې یې د ژوند رنګونه منځ ته راوړي دي.
دولنه هغه لفظي جوړښت دی چې دې درې ته په شفاهي ډول کارول کیږي خو په لیکلي ډول دولانه لیکل کیږي، یوشمېر کلیوال په دې باور دي هغه وخت چې دا سیمه خلکو تر خپل ملکیت لاندې راوستله دا سیمه په غرنیو بوټو او ونو باندې پوښلې وه خو بدبختانه چې د سیمې بیابان کېدو سره هېڅ اثار موږ ته را پاتې شوي نه دي ، دا ونې د(( غنځې)) وې چې په دري ژبه کې دولانه ورته وایي چې په دې نامه سره زیاتې سیمې ان چې په ګاونډي هېواد تاجکستان کې هم شته دي، که څه هم غنځې د ګربت د غره په نورو برخو کې وې، هماغه ځایونه همدې ته ورته د غنځې په نامه نومول شوي دي که څه هم دا ونه په مثمرو ونو کې را ځي خو مېوه یې د فرهنګ دهخدا په حواله کوچنۍ مڼې ته ورته سور رنګه چې د رسېدلي الو غوندې ذایقه لري،د یوناني درملنې له مخې د ډېر ارزښت وړ ده، سره له دې چې نسل یې ورک شوی دی د ارزونې وروسته د پېوند په مرسته ترې یوه ښه مېوه لاس ته راتلی شي، پوښتنه دا ده چې په همدې سیمه پښتنو ژوند کړی دی نو دا نوم ولې دري دی چې دولانه یې رامنځ ته کړې ده او په داسې حال کې چې د غنخې په نوم ناو په سیمه کې شته دی؟
بلخوا که شفاهي بڼه یا دولنه وڅېړو؛ څرنګه چې دا کوچنۍ دره په دوه ناونو وېشل کیږي، د کلي هستوګنځایونو ته په نږدې کېدو سره دواړه سره یوخای کیږي، څرنګه چې اوبه په زیات میل سره په همدغه دوه ناونو کې چې تر هرڅه زیات د سیند بستر تخریبوي نو له همدې مخې یې اوبو په خپل مسیر کې ځړوبي منځ ته راوړي وو، هغه وخت چې د څښاک او پوښاک د پاره د خوړنو اوبو څخه کټه اخستل کېده نود دې پاره چې اوبه په سم ډول راټولې کړي، د لوښو په ډکولو کې اساني راولي، د اوبو په پاکوالي کې مرسته کوله نو په همدې موخه یې د دواړو ناونو د کډېدو په نقطه کې لودانې یا د اوبو د راټولولو ناوې اېښې وې چې له همدې مخې یې دوه لودانې نومونه کره ښکاري او څرنګه چې دا نومونه د لفظې له مخې اوږده او سخته ده نو دا نوم دولنې ته اوښتی دی.
په پای کې که څه هم د غنځې (دولانې) ونې څېړنه زموږ د موضوع سره ډېر تړاو نه لري خوبیا هم د ونو او د غنځو د ونو ارزښت ته په کتو خلک او اړوندې ادارې د دې ونې د اصلاح ، ډېرښت او پانګونې لپاره هر هغه ټول څه چې په واک کې لري وکاروي کومه چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي چې د دې ونې په پاللو سره به هم سیمه زرغونه شي، هغه ګواښونو چې د بوټو د نشتون سره رامنځ ته کیږي مخه ونیول شي او هم دا بوټي چې د همدې سیمې د ځانګړنو سره له پخوا توافق لري؛ د طبعي میراث په توګه وساتل شي .
وروستي