د ناټو دوه سرتيري وژل شوي

 د ايساف مطبوعاتي د فتر نن ورځ په افغانستان کې د ناټو د دوو سرتيرو د وژل  کيدو خبر ورکړی دی. له دود سره سم د وژل شوو سرتيرو هويت پټ ساتل شوی او يوازې دومره په ډاګه شوي ، چې يو سرتيری په سويل کې د طالبانو سره په جګړه کې تيره ورځ وژل شوی او بل په شمال کې وژل شوی دی.